لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: افغانستان کې دې له پخوانیو غلطیو زدکړه وشي او د طالبانو پر ځای دې د افغانانو مرسته وشي


واشنګټن ـــــ د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره د امریکا څارونکې اداره سیګار وایي د افغانستان شل کلنه جګړه کې امریکا او ایتلافي ملګرو ۸۳۵ بېلینه ډالره مصرف کړي او د دغه هیواد د بیا ودانۍ لپاره ۱۴۵ بېلینه ډالره مصرف شوي دي.

د سیګار انسپکتر جنرل جان اېف سوپکو د زیارت- پنجشنبې په ورځ د امریکا څیړنیزې ادارې اټلانټک کونسل کې د یوې مباحثې په وخت ویلي، په افغانستان کې د تیرو شلو کالو کې چې کوم څه شوي، باید بیا تکرار نه شي. جان سپکو زیاته کړې که چرې دغه هر څه بیا تکرار شو نتیجه به یې یو ځلې بیا یقیني ناکامي وي.

دغه مباحثه په داسې مهال شوې چې افغانستان دا مهال د لویې بشري تباهۍ سره مخامخ دی او نړیواله ټولنه په دې نه پوهیږي چې په دې حالاتو کې د طالبانو سره څنګه اړیکې ونیسي او د افغانانو مرستې وکړي.‌

د سیګار انسپکټر جنرل د مباحثې په مهال په خپلو خبرو کې وویل "د رپورټونو نه دا خبره څرګنده شوې چې په افغانستان د لګول شوي امداد سمه څارنه نه کېدل تر ټولو لویه ستونزه وه او په دغه هیواد کې د ځمکنيو حالاتو بدلیدو سره بدلون نه راوستل یې هم یو علت وو".

جان سوپکو په دغه مهال زیاته کړې چې په افغانستان کې د دومره کالو د پاتې کیدو او د حالاتو کتو وروسته داسې لس مهمې خبرې دي که پرې عمل وشي نو کوم څه چې مخکې شوي هغه بیا نه شي تکراریدلی. نوموړي ویلي:

"- د بشري امداد یو ښکاره حدف ټاکل.

- د ټول مالي امداد روڼتیا.

- د موجودو خطرو درجه بندي کول.

- افغانستان کې کیدونکی مصرف په کلکه څارل چې دا یقیني شي چې امداد په سمه توګه وکارول شي.

- د لګیدونکي مصرف لپاره حساب کتاب ساتل.

- که چرته کوم څه غلط کیږي سمدستي ودرول.

- د څارونکو احتساب یا څارنه کول.

- د حالاتو سره سمه پالیسي جوړول.

- د ګټورو نتیجو لپاره ګټور شرطونه اېښودل.

- د دوامداره فرصتونو لپاره اوږد مهاله لارې کتل".

د سیګار انسپکټر جنرل د خپلو خبرو په مهال وویل، ادارې یې معلومه کړې چې په تیرو شلو کالو کې د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره مصرف شوي ۱۴۵ بېلینه ډالرو کې ۳۰ سلنه برخه یا خو ضایع شوې او یا غلا شوې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې مونږ په ډیر لږ وخت کې د افغانستان شان وړوکي هیواد کې ډېر په تادۍ ډیرې زیاتې پېسې داسې مصرف کړې چې څارنه یې نه ده شوې.

ښاغلي جان سوپکو وویل د بشري امداد په وخت باید دغه خبرې په پام کې وساتل شي. که مونږ د نړۍ ټولې پېسې افغانستان ته ولېږو نو دا به په افغانستان کې یو بل مصیبت جوړ کړي او دغه هر څه به د طالبانو یا نورو بدو خلکو په لاس ورشي. نوموړي ویلي دغه امداد باید په افغانانو مصرف شي او د هغوی مرسته وشي.

په دغه مباحثه کې افغانستان کې مېشتې امریکايي خبریالې کارلوټا ګال، د پاکستان د خارجه چارو پخواني وزیر خورشید قصوري، د افغانستان مدني فعالې پښتنې درانۍ او د پاکستان او افغانستان دوو نورو څېړنکارانو هم وینا وکړې.

امریکايي خبریالې کارلوټا ګال په مباحثه کې د خبرو په وخت په افغانستان کې د یوې کورنۍ کېسه هم شریکه کړه چې د بې وسۍ د لاسه یې دوه ورځې وړاندې خپله لور خرڅه کړې.

کارلوټا ګال زیاته کړې "په افغانستان کې د غربت او د خوراک د کمۍ د لاسه خلک د ګیا/وښو په خوړلو مجبوره شوي، تېره ورځ د ۲۸ کسانو یوې کورنۍ ته د خوراک لپاره یواځې اته وچې ډوډۍ ورکړل شوي. دلته چې تېره شپه د تودوخې درجه منفي ۱۶ ډګري سېنټي ګرېډ ته رسیدلې وه، خلک نه لرګي لري او نه د کور تودولو لپاره بل کوم انتظام".

د خپلو خبرو په وخت افغان مدني فعالې پښتنې درانۍ د افغانستان ګاونډي هیوادونه او په خاصه توګه د پاکستان په کردار نیوکې وکړې. پښتنې درانۍ زیاته کړه ٫٫ د پاکستان استخباراتي اداره د مدني ټولنو غړو او افغان مدني فعالانو نه سختې پوښتنې کوي، دوی خپل هیواد ته نه پرېږدي، خو طالبان او د دوی مشران په پاکستان کې په ازاده ګرځي او خپل کورونه لري".

د پاکستان حکومت تر اوسه دا ډول تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په پاکستان کې یې د طالبانو د مشرانو د کورونو خبرونه مخکې رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG