لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له څلور تر 28 جنورۍ د بلوچستان په نهه پېښو کې د 13 عسکرو په ګډون 28 تنه وژل شوي


فایل عکس.
فایل عکس.

کوټه ــــ رپورټونه وایي د جنورۍ له څلورمې تر 28مې يواځې په بلوچستان کې نهه امنیتي پېښې شوې دي چې پکې د 13 امنيتي سرتېرو په ګډون ټول 28 تنه وژل شوي او 20 تنه ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې اته د امنيتي ځواکونو سرتيري هم شامل دي.

څېړونکي او شنونکي په دې باور دي چې په بلوچستان کې اوسني حالات د افغانستان له حالاتو سره تعلق لري.

پر افغانستان له نېژدې نظر لرونکی خبريال او په کوټه کې د اردو ژبې "سما ټي وي" مشر جلال نورزی وايي، ګومان دا وو چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره به په بلوچستان او ټول پاکستان کې امنيتي حالات ښه شي، خو وایي داسې ونه شول.

نورزی وایي‌ د پاکستان امنيتي ادارې او حکومتونه هم د داسې پېښو په مخنيوي کې ناکامه شوې دي:

"نوی افغان حکومت بايد امريکې او نورو ملکونو تسليم کړی [په رسمیت پېژندلی] وای, هلته چې څومره ټينګوالی راځي حکومت به پر حالاتو قابو لري او د ترهګرۍ صد باب [مخنیوی] به کېږي، که زموږ حکومتونه يا سيکيورټي ادارې [له خفه بلوڅو سره] په مذاکراتو کولو قادر دي په ايالت کې دې د مذاکراتو لپاره د افهام و تفهيم لاره هواره کړي".

د پاکستان حکومت لوړپوړي چارواکي هم دا مني چې د ملک حالات خراب شوي دي او دوی دا ګومان کوي چې په را روانو يوه دوو ماشتو کې دا حالات لا نور زيات خرابېدای شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد څو ورځې وړاندې د پاکستان په سېنټ کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د طالب چارواکو واکمنېدو ته په اشارې وویل، "د تېر کال د اګست له 15مې په پاکستان کې په خاصه بيا په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت کې امنيتي حالات ډېر خراب شوي دي". د شېخ رشيد په خبره دوی په هيڅ قيمت د ملک حالات خرابېدو ته نه پرېږدي.

په بلوچستان کې د اوسنيو زياتره بريدونو ذمه واري بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسلوالو ډلو منلې دي، خو د جنورۍ پر 26 مه په چمن ښار کې د ليويز ځواک د سرتېري د وژلو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د 25 م او 26 مې جنورۍ په ماښام د ايران سرحدي پولې ته څېرمه د بلوچستان د تربت ضلعې په سبدان سیمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته وسلوال بريد شوی وو، چې د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ار په وینا 10 پوځیان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي هم وو.

د ای ايس په ار په بيان کې ویل شوي چې د پوځ په ځوابي بريد کې يو وسلوال بريدګر وژل شوی او څو نور ټپيان شوي او په سيمه کې د پلټنې د عملياتو پر وخت يې درې تنه نيولي هم دي.

ځينې امنيتي سرچينې تايیدوي چې له وسلوال بريد پس په ياده او شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو د پلټنې عمليات لا هم روان دي.

په تربت کې د پوځ پر پوسته د دې بريد ذمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ايف يا بلوڅ ليبريشن فرنټ منلې وه.

پر 27مه جنورۍ د بلوچستان په ډېره بګټي سويي سيمه کې په يوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او اته ټپيان شوي وو.

د پاکستان د سېنټ غړي او د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو پخواني وزير مير سرفراز بګټي په يوه ټويټ کې د ياد بريد پړه پر بېلتون غوښتونکي بلوچ وسلوال تنظيم "بي ار اې " ور اړولې او ويلي يې دي چې حکومت دې د داسې ډلو د ځپلو لپاره ګامونه واخلي. بي ار اې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان پر حالاتو نظرلرونکی خبريال ايوب ترين وايي، چې کله هم حکومت له خفه يا بېلتون غوښتونکو بلوڅ تنظيمونو سره د روغې جوړې خبرې شروع کړي، په داسې وخت کې ځينې قوتونه د دې خبرو د ناکامه کولو لپاره کار پېل کړي.

د ترين په خبره په دې کار کې يواځې بهرني نه کورني لاسونه هم وي، وایي که د حکومت او خفه بلوڅانو روغه جوړه وشي د ځينو ځايي بلوڅو سياستوالو سياسي ګټې او مفادات به له خطر سره مخ شي:

" ډېر داخلي قوتونه دي چې نه غواړي د حکومت او بلوڅو تر ميان تاو تريخوالی ختم شي، ځکه، د هغوی ګټه په دې کې ده چې بلوڅانو او د حکومت يا د پوځ تر منځ جګړه روانه وي په دې کې د دوی ګټې دي".

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضياء لانګو څو ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته د يوه سوال په ځواب کې ويلي وو چې د ټولو مسئلو حل په ناسته او خبرو کې دی، وایي د بلوچستان مسئله هم د خبرو له لارې حل کېدای شي، خو د لانګو په وینا له هغه چا سره خبرو ته کښېني چې د پاکستان اين او قانون مني.

څو مياشتې وړاندې د پاکستان وزير اعظم عمران خان له خفه بلوڅانو سره د خبرو اترو لپاره د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي لمسی شاه زېن بګټي خپل مشير (مرستيال) ټاکلی دی، د شنونکي او مشر خبريال شهزاده ذولفقار په خبره، شاه زېن بګټي له ځينو هغو بلوڅو مشرانو سره رابطې کړې دي کوم چې په نورو ملکونو کې د جلا وطنۍ ژوند تېروي، خو د شهزاده ذولفقار په خبره دا خبرې اترې به هلته کاميابه کېږي چې د پاکستان سياسي او پوځي قيادت له زړه څخه د بلوچستان د مسئلې حل او د مزاکراتو کاميابه کول و غواړي۔

ياده دې وي چې د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومتونو او پوځي چارواکو په بيا بيا ويلي چې په بلوچستان کې د نا امنۍ او د بلوڅ وسلوالو تر شا د پاکستان د دښمن قوتونو لاس دی او د پاکستان دښمن قوتونه نه غواړي بلوچستان او پاکستان پر امن پاتې شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG