لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ نزدې اته زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي


پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو لړۍ همغسې چټک روانه ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې نور نزدې اته زره کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 29 پرې مړه شوي دي.

دکرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي د اتوار په ورځ ویلي په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دهیواد دننه دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه 12.46 فیصدي پاتې شوې ده.

دسرکاري شمیرو له مخې 7978 نورو کسانو ته دکرونا وایرس ورپورې کیدو سره تر اوسه دغه هیواد کې په کرونا داخته شوؤ کسانو شمیره 14 لکه، 17 زره اؤ 991ؤ ته رسېدلې ده اؤ 29248 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

این سي او سي وایي چې اوس هم هیواد کې په کرونا داخته ناروغانو دجملې څخه د 1455 تنانو روغتیایي حالت داندېښنې وړ دی.

په تیرو څو میاشتو کې دپاکستان دننه د کرونا دمثبتو پېښو کچه له یو فیصدي هم په ښکته تللې وه خو دتیرې څه دپاسه یوې میاشتې راهسې اوس بیا د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ چټک شوې ده اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي د کرونا په تیزۍ سره دخوریدو تر ټولو ستر علت دادی چې خلکو احتیاط اؤ په روغتیایي سپارښتنو عمل پرېښودی دی.

د پېښور خېبر مېډېکل پوهنتون مشر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه سره خبرو کې ته ویلي د کرونا وايرس نه ځانونو خوندي کولو لپاره خلک باید د حکومت د هداياتو سر سم د کرونا وايرس په ضد وېکسين ولګوي.

د ډاکټر ضياالحق په وینا دکرونا نه دځان خوندي کولو لپاره ویکسین لګول يو مستند علاج دی او که یو څوک ويکسين ولګوي نو هغه ته ددې وایرس ورپورې کیدو خطره تر ډیره حده کمه شي.

هغه وایي که د ویکسین لګول کیدو باوجود بیاهم چاته دا وایرس ورپورې شي نو اغېز یې دومره نه وي اؤ دهغه ژوند ژغورل کیدای شي‌.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG