پېښور کې دنامعلومو وسله والو په برید کې یو مسیحي پادري وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی خو په سمدستي توګه چا ددې پېښې ذمه واري پغاړه پغاړه نه ده اخستې.
پولیس وایي دا پېښه داتوار به ورځ په رنګ روډ دګلبهار تاڼې حدودو مدینه کالونۍ سره نزدې رامتځته شوې چې دغلته نامعلومو وسله والو د دوؤ پادریانو په ګاډي ډزې کړې دي.
دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ویاند عاصم خان وي او ای ډیوه ته پېښه کې دیو پادرې ولیم سراج دمړینې اؤ بل پادري پیټرک د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ وایي د ژوبل پادري حالت له خطرې بهر دی.
دپېښې سره سم دپولیس اؤ نورو امنیت پځائ کوونکو ادارو لوړ پوړي چارواکي دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
دپېښور پولیسو رسنیو ته په لیږلي خپل لنډ بیان کې ویلي چې په پېښه کې وژل شوي ویلیم سراج دڅمکنو په سیمه کې په یو چرچ کې دمرستیال پادري په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې اؤ هغه دپیټرک نومې یو بل پادري سره ګاډي کې روان ؤ چې وسله والو پرې ډزې کړې دي.
د لیډي ریډنګ روغتون ویاند ویلي پېښه کې په ډزو لګیدلی پادري ولیم سراج روغتون ته له رسول کیدو وړاندې په لاره کې مړ شوی دی.
پولیس وایي ددې پېښې نه وروسته یې په ټول ښار کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړي اؤ د چرچونو یا ګیرجو امنیت ته یې خاص پام ګرځولی دی.
دپېښور پولیسو په ټویټر د یو شمیر ګیرجو مخې ته په حفاظت د ولاړو عسکرو عکسونه په ټویټر خپاره کړي اؤ وایي پولیس دګیرجو حفاطت ته چمتو ولاړ دي.
مسیحي ورورولۍ ددې پېښې سخته غندنه کړې اؤ تور یې لګولی چې داقلیتونو دحفاطت لپاره حکومت هیڅ رقم ګامونه نه دي اخستي اؤ لږګي وګړي دترهګرو مخې ته بې اسرې پرېښودل شوي دي.
ددې پېښې په ضد پېښور کې دمسیحي ټولنې وګړو سخت احتجاج هم کړی اؤ د احتجاج په ډول یې دپېښور رینګ روډ تړلی ؤ.
حکومت لا په سمدستي توګه ددې پېښې په اړوند خپل غبرګون نه دی ښودلی خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید څو ورځې وړاندې تر راتلونکو دوؤ میاشتو دترهګرۍ پېښو کې د اضافې اندېښنه ښکاره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال دپیل راهسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ په دې بریدونو کې دپوځیانو اؤ پولیسو په ګډون ګڼ شمیر عام وګړي هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.