لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په ماين چاودنه کې يو تن وژل شوی


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

په شمالي وزيرستان کې يوې بله ماين چاودنې شوې چې پکې یو ځایي تن وژل شوې، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

د سیمې پولیس وايي دا پېښه پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ (30 جنورۍ) د میر علي تحصيل په عزیز خېل کلي کې شوې ده او د محمد ولي په نوم تن پکې وژل شوی دی.

د میرعلي پولیس تاټې چارواکو وي او اې ډیوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي د دغه تن کور سره نیزدې تیر ماښام هغه مهال مائن چاودیدلی دی چې هغه په خپل شخصي ګاډي کې روان وو.

پولیسو ویلي کورنۍ یې ورته ویلي چې د دوی د چا سره دښمني نه لري او دغه تن چې وژل شوی په بلوچستان کوټه کې د ګیس او تیلو کمپنۍ کې ډرایور وو او تر وژل کېدو یوه ورځ وړاندې د 15 ورځو په رخصتۍ راغلې وو.

پولیس وایي د پیښې وروسته يې پلټنې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د پاکستان پوځ د توندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

په قبايلي سیمو کې دا لومړی ځل نه دی بلکې په دغو سيمو کې وخت په وخت د هدفي وژنو او بریدونو سره په ځمکه کې د ښخو ماينونو چاودنې هم کيږي. او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو جنوبي او شمالي وزيرستان کې دغه ډول د ماين چاودنو زیاتې پېښې کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې 2016 نه راپدېخواه ماین چاودنو کې نزدې 20 کسان وژل شوي او 300 نه زيات ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه مهمه غوښتنه دا هم کوي چې د وزيرستان او نورو قبايلو سيمو ترڅنګ په کومو علاقو کې چې پوځي عمليات شوي هلته دې په ځمکه کې پټ ښخ کړل شوي ماينونه پاک کړی شي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې د ښخو پټو ماينونو پاکولو په موخه کار روان دی خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د ماين چاودنې وروستۍ پېښه د روانې جنورۍ په شپږمه د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې شوې وه چې یوه ښځه یې ژوبله کړې وه، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې وه چې د پاکستان دپوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورې په پینځمه ویلي وؤ په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

دپوځي ویاند ترمخه 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG