لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د اکتوبر نه وروسته په يو شوا روز کې زيات کسان مړه شوي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته 32 کسان په تير يو شوا روز کې مړه شوي دي، له دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نېټه 46 کسان مړه شوي وو، له دغې وروسته دا لومړی ځل دی چې په 31 دسمبر زيات کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا د څار او انتظام مرکز (اېن سي او سي) نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (لومړۍ فرورۍ) په ملک کې د کرونا په اړه تازه خپرو کړو شمېرو کې ويلي، په تير شوا روز کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي دي خو د مړينو شمېره سېوا شوې ده.

اېن سي او سي ویلي په تېر شوا روز کې په کرونا اخته 32 کسان مړه شوي، نوې 55زره 202 معاينې شوي او په 5327 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

ویل شوي مثبت پېښې 9.65فيصده دي، پرون ویل شوي وو په ملک کې د کرونا مثبت پېښې 11.53فيصده وې.

په تازه شمېرو کې ویل شوي چې دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1500 کسان داسې دي چې روغتیايي حالت یې سخت دی، پرون ویل شوي وو دغه شمېره 1423 ده.

بل لور ته چارواکو ويلي د نن څخه په ملک کې کور په کور د کرونا ويکسينو لګولو کمپاين پېل کړی شوی دی.

د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستیال ډاکټر فېصل سلطان او د پلاننګ مرکزي وزير اسد عمر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په لومړي پړاو کې به 55زره موبايل ټيمونه کور په کور ګرځي او د دوه مياشتو پورې به دغه عمل روان وي.

هغه ويلي، دوی په لومړي پړاو کې تمه لري چې 35ملينه خلکو ته به ویکسين ولګول شي.

د سرکاري ميډيا ترمخه اسد عمر ويلي، تراوسه پورې په ملک کې 80 ملينه خلکو ته پوره ويکسين لګول شوي، او لس ملينه خلکو د ويکسينو يو ډوز لګولی دی.

په پاکستان کې ډاکټران وايي، د حکومت دغه ګام چې کور په کور د ويکسینو لګولو کمپاين يې پېل کړو، د ستاینې وړ دی خو ډاکټران ټینګار کوي چې حکومت له سختي پکار ده چې د کرونا څخه د ځان او نورو د ژغورلو په لړ کې احتیاطي تدابير په سختۍ سره عملي کړي.

ډاکټران په خلکو هم غږ کوي چې ويکسين ولګوي ځان او نور وژغوري.

اسد عمر ویلي، په ملک کې د کرونا په پينځم پړاو کې مالومه شوې ده، هغه خلکو چې ویکسين يې لګولي د کرونا زياتې اغېزې پرې نه کيږي. ځکه دوی په خلکو غږ کوي چې د کرونا څخه د ځان خوندي کولو يواځينۍ لاره ويکسين لګول دي.

XS
SM
MD
LG