لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولټاکنو کمیشن دخیبر پښتونخوا دټرانسپورټ وزیر پینځوؤ کالو لپاره نااهله وګرځولو


Shah muhammad wazir
Shah muhammad wazir

د پاکستان اتتخابي کميشن دخيبر پښتونخوا دوړومبي پړاؤ ترسره شوؤ بلدياتي ټاکنو کې د بنو په بکاخيل پولنګ اسټيشن دحملې، د انتخابي عملې د ځورولو او د ورکړی شوؤ رايو دصندوقونو د تښتولو په تور د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي وزير شاه محمد د پینځوؤ کالو لپاره ناهله ګرځولى دى.

ښاغلی شاه محمد وایي تر ناهله ګرځول کیدو وروسته به دی دعدالت دروازه وهي اؤ په عدالتونو کې به خپله بېګناهي ثابتوي.

څيړونکي وايي د انتخابي کميشن پريکړې سره به دبلدياتي ټاکنو د دويم پړاو په روڼ ډول سر ته رسيدل ممکن شي.

د دسمبر په 19مه د دخیبر پښتونخوا په ۱۷ؤ ضلعو کې دشوؤ بلدیاتي انتخاباتو پرمهال د بنو بکاخېل تحصیل کې بلدیاتي انتخابات د امنیت د خراب صورتحال او ممکنه اړي ګړي له امله انتخابات ځنډول شوي وؤ.

هغه وخت دانتظامیې لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي وؤ چې انتظامیه ته باوری معلومات ترلاسه شوي چې په ځینو پولنګ اسټیشنو د وړاندې نه ووټونه اچولو شوي دي. او د دوئ پرخلاف به د قانون سره سم چلن کیږي.

دټولټاکنو دکمیشن مشر سکندر سلطان راجا بکاخیل کښې د بلدیاتی انتخاباتو په مهال پولنګ په اسټیشن دحملې او د امن و امان د وضعې خرابیدو نوټس اخستی ؤ اؤ د ټاکنو دکمیشن له لوري د پېښې څېړلو لپاره درې کسیزه کمېټې هم جوړه کړی شوې وه.

په بنو کې ازاد خبریال وسیم باغي وي او ای ډیوه ته ویلي الیکشن کمیشن ته د پینځوؤ پولینګ اسټیشنونو په اړوند د درغلۍ خواستونه ورکړی شوي وؤ چې پکې د صوبې د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد، د هغه زوئ او د تحصیل چیرمین دڅوکۍ دکاندید مامون رشید او د وزیر ورور ګلباز خان نومول شوي وؤ.

دنهې په ورځ پاکستان الیکشن کمیشن د تحصیل بکاخیل دټولټاکنو به مهال د رامنځته شوؤ پېښو په اړه پریکړه جاري کړې چې پکې د صوبې ټرانسپورټ وزير شاه محمد د پينځوؤ کالو لپاره نا اهله ګرځول شوی دی۔


اليکشن کميشن د صوبائي وزير شاه محمد زوئ او د بکاخېل تحصیل چیرمین مامون رشيد هم د انتخاباتو لپاره نااهله ګرځولی دی۔

اليکشن کميشن د ملک شاه محمد خان د اسمبلۍ غړيتوب هم ختم کړی دی۔

وي او اى ډيوه سره خبرو کى د انتخابي کميشن چارواکې قراته العین بکا خيل قضیه کې صوبايي وزير شاه محمد ته د نااهلى دسزا اورول کیدو پخلى کړی دى.

دا په داسې حال کې ده چې اتتخابي کميشن د صوبې پاتې برخو کې د راتلونکي مارچ دمياشتې په ٢٧ نيټه د پوځ د څار لاندې د بلدياتي انتخاباتو د دويم پړاو اعلان کړی دى.

شاه محمد د کال 2018 عامو انتخاباتو کې د بنو نه د پاکستان تخریک انصاف په څوکۍ د صوبايي پارلیمان غړی منتخب شوی ؤ.

دالیکشن کمیشن لخوا نااهله ګرځول شوي صوبایي وزیر شاه محمد دالیکشن کمیشن په دې پرېکړه خپل غبرګون کې وي او ای ډیوه ته ویلي هغه به د ټاکنو دکمیشن دپرېکړې نه وروسته قانوني لاره خپلوي
او د عدالتونو د لارې به ځان بې ګناه ثابتوي.

خو د انتخابي کميشن پخوانی سيکتر کنور دلشاد انتخابي عمل او امنيت ته د زیان رسولو په تورونو صوبايي وزير ته اورول شوې سزا ډيره مهمه بولي او وايي په لومړي ځل اتنخابي کميشن د کوم حکومتي چارواکي په ضد دومره سخته کاروايي کړې ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى کنور دلشاد زياته کړې ددې پرېکړې مىثبت اثر به صوبه کې د کيدونکو بلدياتي اتتخاباتو په دويم پړاؤ هم کیږي.

په اتم دسمبر د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې د وزیراعظم عمران خان په نوم خط ليکلی ؤ او په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاق د عملي کولو مشوره يې ورکړې وه.

د پېښور ريجنل الېکشن کمېشن لخوا په (اتم دسمبر) ليکل شوي خط کې ويل شوي وؤچې د ډان ورځپاڼې څخه ورته مالومه شوې چې تاسو (وزیراعظم) نن د پېښور ممکنه سفر کوئ او د "پاکستان کارډ پروګرام" پرانسته کوئ.

د ټاکنو کمېشن په خط کې ويلي وؤ"ستاسو (وزیراعظم) پام راګرځول کيږي چې په کومه علاقه کې ټاکنې کيږي، هلته د پرمختيايي کارونو اعلان نه شي کېدی"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG