لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د امریکا ملاتړو ځواکونو د داعش ډلې د بیا را پاڅېدو خبرداری ورکړی


واشنګټن ــــ د شام په شمال کې د امریکا ملاتړي ځواکونه خبرداری ورکوي چې د هسکې په سیمه کې داعش په وروستیو کې پر زندان کوم برید وکړ او د خپلو زرګونو پلویانو د را ایستلو هڅه یې وکړه دا د سیمې د نیولو او ساتلو دسیسه ده.

خو د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوونکي د لوېدیځو هېوادونو چارواکي بیا وایي، داعش ډله په اوس وخت کې دا وړتیا نه لري چې بیا یوه پراخه سیمه ونیسي او له ځانه سره یې وساتي.

د شامي ډیموکرېټک ځواک چارواکي وایي، دوی د داعش ډلې له نیول شویو جنګالیو او بندیانو څخه تر پوښتنو او د هسکې له السینا زندان او شاوخوا سیمو څخه تر لاسه شویو اسنادو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي.

شامي ځواکونو د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي "که د دوی برید کامیابه شوی وای دوی به په الهول، الشداده او دیر ایلزور سیمو کې له بریدونو سره په ګډه د خپل پراخ پلان د عملي کولو لپاره د الهسکه په ګاونډ کې نور بریدونه هم کړي وای".

شامي ځواکونو وایي "داعش ډلې غوښتل په دې سیمه کې پراخ بریدونه وکړي او یو ځل بیا خپله ترهګري خپره کړي" او له داعشه ازادې شوې سیمې به په "دویم اسلامي دولت" نومول شوې وې.

لوېدیځو چارواکي له وي او اې سره په خبرو کې د شام په هسکه سیمه کې د خپلو جنګیالیو د ازادولو لپاره د داعش د پلان شدت بې ارزښته نه ګڼي، خو شک څرګندوي چې ګوندې دا ډله دې د خپل عملي خلافت د بیا جوړولو لپاره تیاره وي.

د لوېدیځ د ترهګرۍ ضد یوه چارواکي له وي او اې سره د نوم نه څرګندولو په شرط پر حساسو استخباراتي معلوماتو باندې د بحث په وخت وویل "زه فکر کوم دا به ډېره زیاته له امکانه لرې وي".

دغه چارواکی وایي‌ داعش ډله تر اوسه هڅه کوي چې په عراق او شام کې خپل نیټورک بیا سره یو ځای کړي خو وایي "ځایي حالات اوس د [د دوی] د بیا را ژوندي کېدو لپاره سم نه دي".

امریکایي چارواکو په وروستیو کې د داعش دا هڅه چې غوښتل یې خپل 4,000 بندیان ازاد کړي یوه "د پرېشانۍ وړ پېښه" بللې وه او وایي پر زندان د بریدکوونکو وسلوالو شمېر د پام وړ دی.

خو یوه امریکایي چارواکي د شامي ځواکونو تر وروستیو دعوو مخکې لا له وي او اې سره په خبرو کې پر الیسنا د داعش برید د دې ډلې د لا ودې هڅه بللې وه او په دې کار سره یې غوښتل په عراق او شام کې له اتو تر 16 زره جنګیالي په حرکت راولي.

دغه امریکایي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط خبرداری ورکړ چې له زندانه که کوم وسلوال تښتېدلي وو هغه بیرته د داعش په نیټورک کې شاملېدای شي او د دې ډلې د عملیاتو وړتیا زیاتولای شي:

"دا ډول سخت عمل به واقعاً هم ډېر ځواکمن وي، دوی یو څه زیاتېدونکي پرمختګونه کړي دي، خصوصاً په کلیوالو سیمو کې".

خو د امریکا استخبارات بیا داسې نه ګڼې چې ګوندې داعش ډله دې د خپلې پراختیا په هڅه کې کامیابه شي او د څه وخت لپاره دې پراخ حرکت وکړي.

د امریکا په ملاتړ د شام ځواکونو د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، چې پر زندان د داعش ډلې د برید او د هغوی د وسلوالو د ازادولو د مخنیوي په عملیاتو کې ټول 374 بریدګر او بندیان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG