لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د درو مېډیکل کالجونو زده کوونکو د دویم ځل داخله امتحان په ضد احتجاج پیل کړی


واشنګټن ــــ د بلوچستان د مختلفو مېډیکل کالجونو زده کوونکو چې له تېرو شلو ورځو راهیسې د کوټې د پریس کلب مخې ته ناست وو، اوس یې د کوټې ښار اېدهي چوک بند کړی او پر احتجاج ناست دي.

د مکران مېډیکل کالج تربت، جالاوان مېډیکل کالج خضدار او مېډیکل کالج لورالای زده کوونکو د پاکستان مېډیکل کمیشن له خوا د دغو درو کالجونو د رجسټر کولو وروسته له دوی څخه د مقابلې د امتحان د پاسولو غوښتنه کوي چې په ضد یې دوی احتجاج پیل کړی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ په کوټه کې د مېډیکل زده کوونکو په لاریون کې شاملې زده کوونکې طیبه امان- چې د خضدا په جالاوان مېډیکل کالج کې تعلیم کوي- وي او اې ډیوه ته وویل:

"زموږ څلور کاله په ایم بي بي ایس کې پوره سوي‌ دي دوی بیا هم وایم امتحان راکه، زه له لورالای غوندې سیمې راغلې یم چې مېرټ پکې ډېر سخت دی، ما داخله ټیسټ پاس کړی دی دوی بیا هم وایي امتحان راکه".

د مېډیکل کالجونو دغو زده کوونکو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کوټې د پریس کلب مخې ته هم احتجاجي کېمپ لګولی وو. په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ غړی ثناء بلوچ دې کېمپ ته ورغلی او د دغو زده کوونکو غوښتنې جایزې ګڼي:

"په پاکستان کې له 115 څخه تر 120 پورې مېډیکل کالجونه دي، که چېرې د نورو لپاره ځانګړی امتحان نه وي نو دا خو بیا له بلوچستان سره توپیري چلند او له کرکې ډکه تګلاره ده".

د بلوچستان د روغتیا صوبایي څانګه وایي په تربت، خضدار او لورالای کې د صوبې درو مېډیکل کالجونو په 2017م کال کې زدکړې پیل کړې دي، خو پاکستان مېډیکل کمېشن یې اوس رجسټرېشن پیل کړی دی.

پاکستان مېډیکل کمېشن وایي د دغو زده کوونکو- چې په تېرو کلونو کې یې داخلې شوې دي- امتحان شرط دی. د بلوچستان د روغتیا صوبایي څانګه وایي که دوی امتحان ور نه کړي ډګرۍ به یې قانوني‌ نه وي.

په دغو درو مېډیکل کالجونو کې 600 زده کوونکي‌ زدکړې کوي، چې وایي له اندېښنو سره مخ شوي دي. د خضدار په جالاوان مېډیکل کالج کې د ږوب زده کوونکی یحیی خان وایي:

"زموږ مستقبل یې ټول تباه کړ، دا سټوډنټان [زده کوونکي] به بیا څه کوي، دوی خو کلونه ضایع کړي دي داسې سټوډنټان سته چې درېیم او څلورم کار یې شروع دی که دوی موږ ته رجسټرېشن را نه کړي‌ نو د دوی مستقبل خو تباه سو".

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو تنظیم هم له تېرو درو میاشتو راهیسې کاربندیز کړی دی، دوی په سرکاري روغتونونو کې اسانتیاوې غواړي او او پي ډیانو، لیبارټریو او وارډونو ته له ورتګه یې بایکاټ کړی دی چې له کبله یې ناروغان له سختو ستونځو سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG