لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوزيلېنډ حامله ژورنالېسټه به زر د افغانستان نه کور ته لاړه شي


نيوزيلينډ - په افغانستان کې د خپل ملک د کرونا وبا د پاليسۍ په وجه نښتې نيوزيلينډۍ ژورنالېسټه شارلټ بيليز ته د نيوزيلينډ حکومت اجازت ورکړی چې خپل ملک ته ورستنه شي.

اغلې بيليز ويلي ملک يې ورته د سرحداتو د پاليسۍ په اړه لار برابره کړې او د نيوزيلينډ نايب وزير اعظم ګرانټ رابرټسن ويلي بيليز ته په يو قرنطين هوټل کې کمره ورکړل شوې ده.

بيليز په يو بيان کې ويلي “زه به خپل هېواد نيوزيلينډ ته د مارچ په وړومبيو کې ستنېږم چې د لور د پيدايش د پاره ځم. مونږ ډېر خوشاله يو چې ملک ته بيرته ځم او په دومره خاصه موقع به د کورنۍ او دوستانو په منځ کې يم”.

د هغې مقدمه د نيوزيلينډ د حکومت د پاره د وارخطايۍ سوب ګرځېده او دغه رنګ په زرګونو نور ملکي خلک د کرونا د سرحدونو د پاليسۍ د لاسه په بهر هېوادونو کې په انتظار دي چې کله به ورته د پوځ په نګرانۍ کې چلېدونکو قرنطين هوټلونو کې ځای ورکړل شي.

بيليز وايي د هغه ټولو هېوادوالو مننه کوي چې د دې د پاره يې غږ پورته کړو او هڅه به کوي چې د نيوزيلينډ حکومت د دې پاليسۍ په بدلولو مجبوره کړي.

هغه وايي دې فيصلې مايوسه کړې ده ځکه دا يواځې په يو کېس کې شوي او د نورو حامله نيوزيلينډي ښځو په اړه پکې څه نه شته چې خپل ملک ته ستنې شي.

بيليز چې نزدې د شپږو مياشتو حامله ده وايي هره ورځ يوه مبارزه ده او ډېر کوښښ يې کړی چې څنګه نيوزيلېنډ ته لاړه شي او بيا يې ايمرجنسي کې د تلو هڅې وکړې خو کار يې ونه کړو.

د نيوزيلېنډ د قرنطين د نظام مشر کرېس بني وايي دا فرصت بيليز ته ځکه برابر کړل شوی چې هغه په افغانستان کې ده او هغه ملک خطرناک دی او د ترهګرۍ خطره وه.

بني وايي “مونږ منو چې اغلې بيليز ځان خوندي بولي او په دې بنياد بل ځای ته د تللو غوښتنه نه کوي. مونږ کولی شو په خاص کېسونو او حالاتو کې خلک ځای په ځای کړو”.

بني ويلي دا پرېکړه په دې نه ده شوې چې دې خبرې شهرت موندلی بلکې په دې شوې چې د بيليز د حفاظت په خاطر شوې ده.

بيليز چې اوس 35 کلنه ده په افغانستان کې د الجزيره د پاره کار کولو خو په نومبر کې يې د دندې نه استعفا ورکړه ځکه د قطر د قانون تر مخه دا غير قانوني کار دی چې ښځه حامله وي او واده يې نه وي شوی.

بيليز په دې دوران کې د خپل ملګري جېم هويلبروک چې يو فري لانس فوټوګرافر دی د هغه ملک بيلجيم ته هم لاړه چې کېدلی شي هلته ورته د اوسېدو اسناد برابر کړل شي خو وايي چې حالاتو ته يې کتل نو داسې ښکارېده چې دا عمل به دومره اوږد وي چې ویزه به يې زړه شي.

ملک په ملک د سيلګرۍ په وېزه ګرځېدل يې په دې هيله کول چې وطن ته لاړه شي خو بيليز دا هم ګڼل د بچي په پيدايش به يې ډېره خرچه راځي ځکه کومه د صحت بيمه هم نه لري نو دواړو پرېکړه وکړه افغانستان ته بيرته لاړ شي چرته چې ورته هرکلی وويل شو او بيا د هغه ځايه دې د خپل ملک د تلو هڅې وکړي.

د نيوزيلينډ چارواکي وايي هويلبروک ته به ځای ورکړل شي که چرې هغه هم د بيليز سره يو ځای سفر وکړي. د نيوزيلينډ د کوېډ-19 ناروغۍ د څانګې وزير کرېس هېپکېنز وايي د قرنطين نظام د ناروغۍ د خورېدو مخه نيولې ده خو ځينې سختې فيصلې کول پکار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG