لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يوکرېن شخړه: امریکې ويلي يورپ ته نور 2000 پوځي سرتيري ليږي


د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي، صدر جوبايډن روانه اوونۍ نزدې 2000 پوځي سرتيري پولېنډ او جرمني ته ليږي، او په جرمني کې موجود نزدې 1000 سرتيري رومانیه ته روانولی شي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د پېنټاګون ویاند جان کربي ویلي، د يورپ په ختيځ کې د پوځي سرتیرو په ځای کولو هدف د امریکې او اتحادیانو دفاعي پوزيشن پياوړی کول دي، هغه ویلي دا پوځي سرتيري به يوکرېن ته نه داخليږي.

له دې وړاندې صدر جوبايډن هم دا خبره کړې وه، چې د روس د حملې د مخنيوي دپاره به امریکايي پوځيان په يوکرېن کې نه شي په ځای کولی. خو امریکا به يوکرېن ته د خپلې دفاع دپاره وسله ورکوي.

د امریکې لخوا د پوځ د لېږلو اقدام په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د يوکرېن په پولو د روس د پوځي سرتيرو په ځای کولو په معامله خبرې د ځنډ ښکار دي.

ويل شوي په دغه معامله په يورپ کې دا ويره خوره ده چې د روس صدر ولاديمیر پيوټن په يوکرېن د يرغل په خبره ټينګ ولاړ دی. په ختيځ يورپ کې د نېټو غړي اندېښنه لري چې کله هم د دوی نمبر راتلی شي، که څه هم روس ویلي چې د شخړې د پېل اراده نه لري او سفارتي هڅو دوامداره ساتلو ته تیار دی.

د امریکې د انتظاميې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د دفاعي اقداماتو په اړه خبره کړې، د کوم چې په رسمي ډول تراوسه پورې اعلان نه دی شوی.

په وروستیو کې بايډن ويلي، چې د دفاعي اتحادي د غړي په حېث به هغه غواړي چې په ختيځ يورپ کې د نېټو اتحاديانو ته د امریکې د ارادې باور ورکړی شي چې هغه د نورو سرتيرو لېږلو اراده لري.

ويل شوي پېنټاګون نزدې 8500 سرتيري چمتو کړي دي، کوم چې په ممکنه توګه په يورپ کې په ځای کولی شي، او چارواکو دې خبرې پله اشاره کړې ده چې نورې پوځي دستې هم چمتو کړی شوي دي.

په يورپ کې د وړاندې نه د امریکا د 75زرو نه تر 80زرو پورې سرتیري په مستقل په ځای دي.

(په خبر کې ځينې مالومات د اې پي نه اخستل شوي دي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG