لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: که طالبان مشروعیت غواړي‌ نو د افغانانو د بشري حقونو درناوی دې وکړي


واشنګټن - د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځآنګړې استازې رینا امیري د یوناما د غوښتني په غبرګون کې د طالبانو له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د ښځینه بندیانو په اړه معلومات ورکړي او د عدالته پرته نیول باید ودروي.

هغې په یو ټویټ کې ویلي، "دا بې عدالته نیول باید ودرېږي. که طالبان له افغانانو او نړۍ څخه مشروعیت غواړي نو دوی باید د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو د بشري حقونو درناوی وکړي چې په هغو کې د بیان ازادي او ددغو ښځو، د هغوی د خپلوانو او نورو فعالانو په بیړه خوشې کېدل شامل دي."

بل پلو یوناما په ټویټ کې ویلي، "د یوناما لخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د دوه نورو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه معلومات غوښتل شوي. ملګري ملتونه یو ځل بیا غوښتنه کوي چې ټولې بې درکه کړل شوې ښځې او فعالان او د هغوی خپلوان باید خوشې کړای شي."

د راپورونو له مخې، په کابل کې په تېرو دوو اونېو کې دوه ښځینه فعالانې بې درکه شوې دي چې تر اوسه یې هم برخلیک نه دی څرګند.

بل پلو د ژورنالستانو د ژغورنې کمېټې (سي پي جې) د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له طالبانو غوښتي چې طالبان باید په بیړه د عبدالقیوم زاهد صمدزي په نامه د افغان خبریال د بندي کېدو او ځورول کېدو په اړه پلټنې وکړي او په دې پېښه کې له ښکېلو کسانو سره حساب وشي.

صمدزی د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه د کابل په دوهمه حوزه کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی، وهل شوی او بیا په ضمانت خوشې شوی دی.

له صمدزي څخه غوښتل شوي چې تر هغه وخت پورې دې خبریالي نه کوي تر څو چې یې د طالبانو د ویاند له دفتر څخه اجازه نه وي ترلاسه کړي.

د امریکا او د خبریالانو د نړیوالو ادارو لخوا لخوا په داسې حال کې له طالبانو څخه د افغانانو د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کېږي چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپل حکومت تر جوړېدو شاوخوا پینځه نیمې میاشتې وروسته تېره ورځ ویلي، چې حکومت یې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندنې ته نیژدې شوی دی خو وایي‌ هر ډول مراعات به د طالبانو له شرطونو سره سم وي.

د ناروې په پایتخت اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره تر لیدنې او را ستنېدو وروسته له اې ایف پي خبري ایجنسۍ سره په ځانګړې مرکه کې امیر خان متقي ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.

امیر خان متقي وایي نړیوال غواړي چې له طالبانو سره اړیکې ولري، ځکه نو وایي د دوی توقع دا ده چې دوی ژر په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او له دوی سره عادي اړیکې ولري:

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټاماس ویسټ هم تر دې مخکې ویلي وو چې طالبانو ته به د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو غوښتنو منل وي.

په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته تر اوسه نه یواځې دا چې یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي بلکه د افغانستان کابو نهه بیلینه ډالره هم کنګل شوي دي چې له امله یې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې له حده زیاتې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG