لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:بمي برید کې دعسکرو په ګډون شپږ تنه ژوبل،پوځ وایي درې ترهګر یې وژلي


د پاکستان پوځ ویلي په بلوچستان صوبه کې يې عمليات کړي او د درېو ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې ده، بل لور ته د افغانستان سره پولې ته نزدې په چمن سيمه کې د لاسي بم برید شوی او د ليويز ځواک د دوه سرتيرو په ګډون پکې شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له قوله ويلي، چې د بلوچستان په کېچ ضلع کې عمليات ترسره کړي شوي دي.

ويل شوي دغه عمليات په پنجګور ضلع کې د تازه ترهګرو بريدونو وروسته د پاکۍ د عملياتو په لړ کې ترسره شوي دي.

د بلوچستان صوبې په پنجګور او نوشکي سيمه کې په دوېمه فرورۍ ناوخته د اېف ـ سې / ملېشې ځواک په دوه کېمپونو وسله وال بريدونه شوي، او د راپورونو ترمخه د پرون جمعې د ماښام (4 جنورۍ) پورې هلته دغه عمليات روان وو.

د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومت د دغو بريدونو او وسله والو سره په نښته کې د 13 ترهګرو او اووه سرتيرو د وژلو خبر تاييد کړی دی.

په پنجګور او نوشکي کې د دغو دواړو بریدونو ذمه واري د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) په نامه د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوه تنظیم پر غاړه اخیستې دي.

پوځ ويلي، په کېچ کې ترسره کړو عملياتو کې يې د دوه مهمو اهدافو په ګډون درې ترهګر وژلي دي.

ويل شوي د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات شوي او بيا د ترهګرو سره نښته شوې ده. په سرکاري خبر کې زياته کړی شوې چې وژل شوي ترهګر په بلوچستان کې په ترهګرو بريدونو کې ککړ وو او د دوی د ولقې نه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده.

بل لور ته چارواکو ويلي، د افغانستان سره په پوله د بلوچستان په چمن سيمه کې د لاسي بم بريد شوی او د چمن د مرستیال کمشنرد دفتر څخه په جاري شوي خبر کې ويل شوي چې په پېښه کې د دوه ليویز سرتيرو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي دي.

په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د چمن د مرستيال کمشنر جمه داد خان مندوخېل د دفتر په بيان کې ويل شوي، چې ماښام په اووه نيمې بجې نامالومو شرخوښو په چمن کراس د ليويز په تاڼه لاسي بم/ ګرنېډ ويشتی دی.

ويل شوي د بريد وروسته امنيتي ځواکونو د پلټنې عمليات پېل کړي او سي ټي ډي د پېښې مقدمه درج کړې ده.

له دې وړاندې په 27 جنورۍ هم په چمن کې د ليويز ځواک يو حوالدار د نامالومه وسله والو په بريد کې وژل شوی وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي.

په دغو بريدونو کې زیاتره په خېببرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې ترسره شوي او د زیاترو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان منلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG