لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ایران د اټومي پروګرام سره تړلو ځینو بندیزونو کې نرمي اعلان کړه


واشنګټن - د بایډن انتظاميې د جمعې په ورځ د ایران د ملکي اټومي پروګرام سره تړلو ځینو بندیزونو کې نرمي اعلان کړی ده.

دا رعایت په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د ایران سره د کال دوه زره پنځلسم جوهري لوظنامې د بحالۍ لپاره خبرې اترې مهم پړاو ته رسېدلي دي.

دې ګام سره به د ټرمپ د انتظاميې د پابندو د واپس لګولو ځني فیصلی واپس شي.

ایران ته دا رعایتونه په دې نیت سره ورکړل شوي چې دوي د کال دوه زره پنځلسم لوظنامې باندې عمل کولو ته تیار کړي.

پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال دوه زره اتلسم کې امریکا له لوظنامې نه بهر کړی وه او په ایران يې واپس بندیزونه لګولی وو.

د دی په ځواب کې ایران هم د جوهري لوظنامې خلاف ورزۍ شورو کړی.

ایران ویلی دي چې دوي د لوظنامې د شرطونو احترام ځکه نه کوي چې لومړی امریکا د لوظنامې نه بهر شوی وه.

ایران ویلی دي چې په لوظنامه د پابند پاتې کېدو لپاره ضروري ده چې د لوظنامې لاندې دوي سره لوظ شوي ټول بندیزونه ختم کړل شي.

د جمعې په ورځ د امریکا دې ګام سره به د روس، چین او یورپ هاغو کمپنیو او هیوادونو باندې د پابندو خطره له منځه ولاړه شي، چا چې د کال دوه زره پنځلسم د لوظنامې لاندې د ایران د جوهري پروګرام کې په غیر پوځي برخه کې مرستې پیل کړی وې.

د ټرمپ انتظامیه د کال دوه زره شلم د مې په میاشت کې د ایران د غیرپوځي جوهري پروګرام په لړ کې رعایتونه ختم کړي وو.

ټرمپ ګڼل چې د ایران سره شوی لوظنامه ډیره بده وه او دا چې دې لوظنامې ایران ته د ایټم بم جوړلو لاره هواره کړی وه.

د صدارتي کاندید په حیث جو بایډن به په خپل کمپین کې ویل چې امریکا به واپس د ایران سره شوی جوهري لوظنامې ته بوځي او د ده انتظامیه همدا لاره غوره کړی ده، خو د ده صدارت یو کال پس هم په دې لړ کې ډیر کم پرمختګ شوی دی.

د انتظامیه چارواکو ویلی دي چې دا رعایتونه په دې ورکړل شوی دي چې دوي غواړي د ویانا مزاکراتو کې پرمختګ وکړي.

سټیټ ډیپارټمنټ کانګرس ته د دې ګام په اړه ویلی دي چې د دی رعایتونو مقصد ایران سره مزاکرات کې مرستې کول دي او دا چې ټول فریق د شوی لوظنامې مکمل پابندی ته اماده کړي.

دې سره به د چې د جوهري وسلو د خپرولو او د دې تحفظ په اړه د امریکا هلو ځلو کې هم مرستې وشی.

سټیټ ډیپارټمنټ کانګرس ته ویلی دي چې دا فیصله دوي په خپل سر کړی دا او دې کې د چا پابند نه وو.

امریکا د خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره په صلاح مشوره داسې ګامونه پورته کوي چې د ایران د ممکنه خطرو نه دوي محفوظ وساتي.

هاغه خلک چې ټرمپ يې د لوظنامې نه وتلو ته رضا کړی وو، هغوی واېي که چرې د بایډن انتظامیې د کال دوه زره پنځلسم لوظنامې ته واپس تلل هم غواړي نو پکار وه چې پابندو کې د رعایتونو ورکولو وړاندی يې د ایران هم ځني نورې غوښتنې کړی وې.

د ستیټ ډیپارټمنټ ځني چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ای پي خبري ادارې ته ویلي دي چې ایران باندې د ځینو بندیزونو ختمولو فیصله د امریکا په مفاد کې شوی ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG