لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو خلاف د امريکا بندیزونو ته يوه کتنه!


واشنګټن - په افغانستان کې د تېر کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو بيرته راتللو او په ياد هېواد کې روان بشري ناورين د جو بايډن حکومت په يو دوه کې اچولی دی چې څنګه نړيوالې مرستې هلته ورسوي، خو دا هم يقيني کړي،‌ چې دا پيسې نه طالبان مظبوط کړي او نه هم د حقاني شبکې د مشرانو لاسونو ته ورشي.

د دې ځواب اغېزې هم پراخې دي، نه يواځې دا چې د 35 ميلين نه د ډېرې ابادۍ ستونزې اسانې کړي خو د نړيوالو هڅو مل پاتې شي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې تګلاره څنګه د منلو وړ جوړه کړي ځکه ډېره نړۍ يې سخت دريځه او د ظلم ډکه بولي.

په کال 2014-15 کې په افغانستان کې د ډيپارټمنټ اف جسټس پاتې شوي چارواکي جورډن سټراوس دې ته په ځواب کې وايي “بېخي ممکنه نه ښکاري چې دا وړۍ شړۍ شي”.

کله چې طالبان واک ته بيرته راغلل نو هغه ټول بندېزونه پرې بيا ولګول شول چې د طالبانو په لومړنۍ دوره کې پرې لګېدلي وو.

د بايډن حکومت د افغان حکومت د اووه بيلين ډالرو نه ډېرې پيسې کنګل کړې چې د امريکا د فيډرل ريزروز بينک نيو يارک سره خوندي وې.

يو خوا د افغانستان پيسې امريکا کنګل کړي او بل خوا نړۍ د طالبانو په رسميت پېژندلو ته تياره نه ده نو د افغانستان د بينکونو نظام په ټپه درېدلی او دې لوی اقتصادي ناورين رامنځ ته کړی.

د نارويجين ريفيوجي کونسل مشر برنېس جي رومېرو وايي “د بشري ناورين او پرېوتونکي اقتصادي نظام د مخ نيوي په لړ کې د يو چلېدونکي بينکېنګ نظام نيشتوالی په دومداره توګه خنډان جوړوي”.

د مرستندويه ډلو د فشار له سوبه د بايډن حکومت په سېپټمبر او ډېسمبر کې څه رعايتونه اعلان کړل چې څه غير سرکاري تنظيمونه وکړی شي افغانستان ته خوراک او نورې مرستې ورسوي خو د يادو تنظيونو د چارواکو په وينا ډېری مرستندوې ډلې او بينکونه داسې دي چې د امريکا د بندېزونو د ويرې ځان لرې ساتي.

دلته د امريکا د هغه اقتصادي بندېزونو ذکر کوو چې د طالبانو خلاف لګېدلي او د طالبانو د اولې دورې د وخت دي چې د کال 1990 په لسيزه کې ولګول شول او د 9/11 د ترهګرو پېښو وروسته نور هم سخت کړی شول او حالات اخر هم دې ته ورسېدل چې په افغانستان د امريکا د يرغل سوب وګرځېدل.

په افغانستان د حملې نه څو ورځې وروسته د هغه وخت د امريکا د ولسمشر جارج ډبليو بوش په امر طالبان او حقاني شبکه نړيوال ترهګر وګرځول شول.
دې حکم د امريکا چارواکي د دې جوګه کړل چې د دواړو ډلو اثاثې وتړي او بل دا چې څوک ورسره څه قسمه کاروبار کوي دا به جرم ګڼل کيږي.

طالبان اوس د افغانستان غير رسمي واکمنان دي خو دا به کتل کيږي چې د شلو کالو زاړه بندېزونه د طالبانو په اوسني حکومت لګي او که نه يواځې د هغه شخصياتو خلاف به وي چې په تېر وخت کې په ترهګرۍ تورن دي. سټراوس وايي “دا خبره به سپينول غواړي”.

البته د امريکا ټريژري ډيپارټمنټ څه بندېزونه لرې کړي چې د مخه يې اوس امريکايي بينکونه او کمپنيانې او نړيوالې غير سرکاري ادارې په افغانستان کې بشري مرستې د طالبانو چارواکو سره د همکارۍ په بنياد کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG