لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شېخ رشید: د بلوچستان وروستي بریدونه د ټي ټي پي‌ په مرسته د نېټو په وسله شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید دعوه کړی چې تحریک طالبان پاکستان په وروستیو بریدونو کې هغه وسله استعمال کړې چې له نېټو ځواکونو په افغانستان کې پاته شوې ده. هغه وایي د ټي ټي پي وسلوال اوس هم په افغانستان کې دي، خو افغان طالبانو یې دا دعوه رد کړې ده.

د 2022م کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر وسلوال بریدونه وشول، خو چارواکي د بلوچستان د نوشکي او پنجګور بریدونه «د دې کال تر ټولو لوی» بریدونه ګڼي.

که څه هم د نوشکي او پنجګور د بریدونو ذمه واري ازادي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې «بلوچستان لیبرېشن آرمي» پر غاړه اخیستې، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید یې د یو بل بلوڅ وسلوال تنظیم «بلوچ نېشنل آرمي» کار بولي او وایي له دغې وسلوالې ډلې سره هم د تحریک طالبان پاکستان لاس وو.

شیخ رشید له دوو شخصي ټیلیویژنونو «جیو» او «دنیا» سره په خپلو وروستیو ځانګړو خبرو کې دعوه وکړه، چې د بلوچستان په وروستیو دوو غټو بریدونو کې هغه وسله کارول شوې چې د ده په وینا له نېټو ځواکونو پاته شوې ده:

"دومره لوی برید چې دوی په نوشکي او پنجګور کې وکړ او په تربت کې یې وکړ، دا هسې نه شي کېدای، بي این اې دومره توان نه لري او نه دومره منظم تنظیم دی، خو ټي ټي پي ډېره نوې وسله لري د نېټو وسله ورته راغلې ده".

شېخ رشید وایي له افغان طالبانو سره یې د حکومت اړیکې ډېرې ښې دي او وایي د نېټو وسله د پاکستاني طالبانو لاس ته د هغوی له خوښې پرته ورغلې ده خو په دې اړه یې څه ثبوت وړاندې نه کړ، چې د ټي ټي پي وسلوالو دغه وسله چېرې تر لاسه کړې ده:

"ډېره وسله چې نېټو پرېیښې د خلکو لاس ته ورغلې، ښکاره خبره ده کومو خلکو چې له امریکایي او نېټو ځواکونو سره کار کاوه له هغوی سره هم وسله شته، هغه خو د طالبانو ملګري نه وو خلاف یې وو، چې وسله شاوخوا ته لېږي، خرڅېږي یا قاچاک کېږي او په دې کې پاکستان هم شامل دی چې دوی ورته وسله رالېږي".

افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو لاس ته یا هم پاکستان ته د نېټو د وسلو د قاچاک کېدو په اړه د شېخ رشید دعوو ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو په تېرو میاشتو کې هم داسې رپوټونه ورکړل شول چې د امریکې او نېټو وسلې پاکستان ته قاچاک کېږي خو طالبانو دا خبرونه رد کړي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید وایي، د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې لاس لرونکي بریدګر له افغانستانه ور اوښتي وو. دی وایي د ټي ټي پي وسلوال اوس هم په ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او نورستان کې خپل کېمپونه لري.

د افغان طالبانو ویاند بلال کریمي د شېخ رشید دا دعوې رد کړې دي چې ګوندې پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته کېمپونه لري. کریمي ازادي رېډیو ته ویلي د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي په ضد کارول کېدو ته پرې نه ږدي.

شېخ رشید وویل له تحریک طالبان پاکستان سره یې د افغان طالبانو په مرسته د حکومت خبرې ناکامه شوې دي او وایي کېدای شي هغوی په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې نور غټ بریدونه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG