لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: په یوکرین باندې د روس حمله "ممکن هره لحظه پېښه شي"


دا تصویر د مکسر ټېکنالجي کمپنۍ د سټلایټ له لارې اخیستی چې د یوکرین سرحد ته نږدې د روس ځواکونو ګاډي ښکاره کوي. (د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۹مه)
دا تصویر د مکسر ټېکنالجي کمپنۍ د سټلایټ له لارې اخیستی چې د یوکرین سرحد ته نږدې د روس ځواکونو ګاډي ښکاره کوي. (د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۹مه)

واشنګټن - امریکا اوس په دې باور ده چې په یوکرین باندې د امریکا یرغل "هره لحظه پېښېدلی شي". دا خبره د وایټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ وکړه. داسې خیال کیږي چې په یوکرین به د روس حمله، د دویمې عالمي جګړې وروسته، په یورپ کې تر ټولو لوی پوځي عملیات وي.

جېک سولېوان د اېن بي سي ټلويژن «میټ ډې پرېس» پروګرام کې وویل: "مونږ په دې باور یو چې روسانو داسې صلاحیتونه ځای په ځای کړي چې په یوکرین کې یو ستر پوځي عملیات پیل کړي، او مونږ ډېر سخت کار کوو چې جواب یې آماده کړو."

ښاغلي سولېوان د «فاکس نیوز سنډې» سره په یوه جدا مرکه کې وویل، "روس ممکن هر کومه ورځ او یا هم په یو دوه هفتو کې د یوکرین په ضد اقدام وکړي"، او د امریکا استخباراتي چارواکي اندازه لګوي چې ماسکو خپل اویا (۷۰) فیصده د حملې ځواکونه، د یو برید دپاره پرځای کړي دي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار دا هم وویل چې د روس حمله به "یوکرین ته د سر درانه زیانونه واړوي، خو په سټراټیجیک لحاظ به روس ته ګرانه تمامه شي"، ځکه امریکا آماده ده چې په فوري توګه ډېرې سختې اقتصادي پابندۍ په روس ولګوي او دا به د روس اقتصاد د پښو وغورځوي. سولېوان زیاته کړه: "روس چې هر ډول اقدام وکړي، امریکا ورته آماده ده."

مگر جېک سولېوان دا هم وویل چې امریکا غواړي د روس د صدر ولاډمیر پوټین د امنیتي فکرمندیو په اړه له هغه سره مذاکرات وکړي. پوټین د روس خاورې ته نږدې د امریکا او د نېټو د نورو ۲۹ ملکونو د اقداماتو له اړخه اندېښنې څرګندې کړي او غواړي دا ضمانت ورکړی شي چې یوکرین به په نېټو کې نه شاملیږي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار وویل دوی آماده دي چې په یو لړ فکرمندیو، چې د ځینو میزائیل سیسټمونو د نصب، د پوځي مشقونو د شفافیت، او یا د لانجو د مخنیوي په خاطر د اعتماد جوړولو په اړه دي، د روس سره خبرې وکړي، مګر په دې "بنیادي اصولو" باندې هېڅ خبرې نشي کیدی چې نېټو کې په شرایطو پوره ملکونو د شاملېدو دپاره دروازه به همیش خلاصه پاته وي.

مغربي اتحادیان وایي دا چې د دوی په نېټو اتحاد کې کومو ملکونو ته د شاملېدو موقع ورکړی شي، په دې کې هېڅ غیرنېټو هېواد د ردولو یا منعه کولو حق نلري.

د امریکا صدر جو بایډن تېره هفته درې زره (۳۰۰۰) امریکایي عسکرو ته امر وکړ چې د نېټو دوو مشرقي یورپي هېوادونو (پولېنډ او رومانیا) ته ولاړ شي. راپورونه وایي چې د امریکا د ۸۲م ائیربورن ډېویژن عسکر د یوکرین سرحد ته نږدې د پولېنډ جنوب ختیځ سیمې ته رسېدلي دي.

واشنګتن دا خبره رد کړې چې ګني امریکایي عسکر به د روس د حملې په وړاندې د یوکرین عسکرو ترڅنګ جنګ کې شامل شي. مګر امریکا د پنځه سوه (۵۰۰) میلینه ډالرو په ارزښت وسلې او ګوله بارود یوکرین ته لېږلي دي.

سولېوان دا هم وویل چې که چېرته روس په یوکرین حمله وکړي، او امریکا ورباندې اقتصادي پابندۍ ولګوي، او بیا په انتقام کې یې روس یورپي ملکونو باندې خپل قدرتي ګېس بند کړي، په هغه صورت کې به بیا امریکا د نورو ملکونو نه مغربي یورپ ته د ګېسو د رسولو په چاره کې مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG