لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د اسامه بن لادن زوی افغانستان کې د طالبانو سره کتلي دي

طالب جنګیالي په افغانستان کې اوس ټول واک په لاس کې لري
طالب جنګیالي په افغانستان کې اوس ټول واک په لاس کې لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د القاعده ترهګرې ډلې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن یو زوی عبدالله بن لادن افغانستان ته تللی او په تېرې اکټوبر میاشت کې یې هلته د طالبانو له مشرانو سره ملاقات شوی دی.

په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې القاعده د بل هر وخت نه زیات، اوس په افغانستان کې ډېره آزادي لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه ډله چې کار یې څېړنه او د پابندیو څارنه ده، دا خبرې پخپل ۲۹م رپوټ کې چې تازه یې جاري کړی، څرګندې کړي دي. رپوټ زیاتوي، داسې نښې نښانې نه ښکاري چې طالبان دې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیت محدودولو دپاره دې کوم ګامونه اخیستې وي.

د طالبانو ړومبی حکومت په همدې نسکوره شوی و چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې ورنه د القاعده مشر اسامه بن لادن غوښته، خو هغوی ورنکړ. امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د حملو نه پس چې په امریکا کې شاوخوا درې زره کسان پکې مړه شول، په افغانستان انتقامي برید وکړ، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ او بالاخره د ۲۰۱۱ کال په مئې میاشت کې یې د سپټمبر ۱۱مې نېټې د بریدونو اصلي ملزم، اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ آباد کې وواژه.

د ملګرو ملتونو د څار ډلې په خپل راپور کې هم ویلي دي چې افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په هغه هیواد کې د بهرنیو ډلو فعالیت زیات شوی دی.

په راپور کې د اندېښنې په ښودلو سره ویل شوي چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې د غړو شمېر له ۲۲۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ څخه هم زیات شوی چې د راپور په اساس تر نیمايي زیات یې بهرنيان دي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې ویلي چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او په خبره یې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هم ورته تمه لري.

په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس نه هم معلومات اخیستل شوي

This item is part of
XS
SM
MD
LG