لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په سېنټ کې د «هزاره» صوبې د غوښتنې دپاره قانوني مسوده وړاندې شوه


\
\

پېښور ــــ د پاکستان په سېنټ کې د ګل- دوشنبې په ورځ د مسلم ليګ «ن» ډلې سنېټر صابر شاه د ٢٠٢٢م ايني بدلون قانوني مسوده وړاندې کړې چې د «هزاره» په نوم د بېلې صوبې جوړولو غوښتنه پکې شوې.

دغه بل وروسته بيا د سنېټ سټېنډنګ کمېټۍ ته سپارل شوی چې تکنيکي اړخونه يې وکتل شي او وګوري چې آيا د قرارداد په شکل کې دغه بل د کاروايۍ جوګه دی او که نه.

خو د عوامي نېشنل ګوند د سېنټ پخوانی غړی زاهد خان وايي "دا هم عجيبه خبره ده چې لا خو په قامي اسمبلۍ کې دغه ډول کوم بِل نه دی وړاندې کړی شوی او په ځای ددې نېغ په نېغه سېنټ ته راوړل شو، چې دا هم يواځې د بې مقصده بحث دپاره روانولو دپاره ښکاري".

بل لوري د ملتپاله عوامي نېشنل ګوند مرکزي ستر سیکرټري ميا افتخار حسېن وي او اې ډيوه سره خبرو کې ووېل، د دا ډول بل د وړاندې کولو په ځای پکار ده سېنټ او پارلېمان ته احترام ورکړل شي او د اتلسم اييني بدلون په نتيجه کې د صوبو خپلواکي ومنل شي.

نوموړي زياته کړه که چېرې صوبو ته له ايين سره سم ټاکل شوې خپلواکي په حقيقي توګه تسليم کړل شي نو بيا به دغه بې مقصده بحثونو او غږونو ته هيڅ حاجت پاتې نه شي. ميا افتخار حسېن ووېل:

"د دا ډول بِلونو مقصد د اصل ستونځو څخه د ولس پام اړول دي".

وي او اې هم په دغه موضوع د مسلم ليګ «ن» ډلې پير صابر شاه او احسن اقبال سره د تماس هڅه وکړه خو دوی ټیليفون د لرې جواب ور نه کړلو.

د واکمن تحريک انصاف ګوند د هزاره پخواني سيمه یيز مشر زرګل خان وي او اې ډيوه ته ووېل دی او د ده ګوند د غوره حکومتي نظام دپاره د ورکوټو انتظامي برخو يا صوبو جوړول ضروري ګني، ځکه چې وایي‌ ددې لارې به د حکومت او انتظام توله د انصاف په اساس روانه شي.

هم د هزارې دننه چې يو خوا ځینې سياسي ډلې او خلک د نوې صوبې دپاره وخت په وخت غږ راپورته کوي نو بل لوري هم ددې سیمې د پښتون اکثريتي برخو دا ډول غږونو پر ضد دليلونه اورېدل کېږي.

د بټګرام د سياسي او مدني ټولنې يو فعال جاوېد اقبال ولسيار وايي، د هزرې اکثريت داسې دی چې چرته يې هم دا غوښتنه نه ده کړې خو دده په وېنا هغه خلک داسې غږونه پورته کوي چې غواړي په دې سيمه کې کرکه او نفرت ته وده ورکړي او ددې ځای له اوسېدونکو څخه سياسي ګټې تر لاسه کړي.

د مسلم ليګ «ن» ډله او واکمن تحريک انصاف چې وخت په وخت د جنوبي پنجاب او هزارې په نومونو د نویو صوبو جوړولو خبره راپورته کوي خو څېړونکي وايي بيا هم په دې اړه په عملي توګه يو ځای نه ليدل کېږي.

روان کال د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي پنجاب سره تړون لرونکي د پاکستان خارجه چارو وزير د مسلم ليګ «ن» ډلې شهباز شريف ته ليک لېږلی، چې ورته يې د جنوبي پنجاب صوبې په هقله په يو ځای د خبرو وړانديز کړی وو، خو مسلم ليګ «ن» ډلې دغه وړانديز رد کړو او ویې وېل چې دا د واکمن ګوند يو سياسي حربه ده چه تش د خپلو ګټو دپاره يې کوي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG