نوی ډيلی - د هند د خارجه چارو وزارت د سويلي کوريا سفير وزارت ته بللی چې ورته په فېسبوک د خور شوي هغه بيان په سر احتجاج وکړي چې په پاکستان کې د هونډايي موټرز کمپنۍ نماينده د متنازغه کشمير په اړه خور کړی.
د وزرات خارجه وياند اريندم باکچي ويلي په پاروونکي پوسټ يې د سويلي کوريا سفير ته ويلي ياد پوسټ د هند د مځکني سالميت په اړه دی چې هند پرې هيڅ ورکړه راکړه نه کوي.
هند په پاکستان کې د سويلي کوريا د موټرو جوړولو کمپنۍ هونډايي د نماينده په فېسبوک ليکلي “د کشميريانو قربانۍ د خپلواکۍ د پاره دي” بيان ته سخت غبرګون څرګند کړی.
ياد پوسټ د پاکستان غټ کاروباري ګروپ پاکستان نشاط ګروپ د خالي لا شنبې په ورځ خور کړی چې په دغه ورځ پاکستان د کشميريانو سره د يووالي ورځ نمانځله.
کشمير د هند او پاکستان تر منځ تقسيم دی چې دواړه ملکونه دعوه کوي کشمير د دوی دی. هند پاکستان تورنوي چې پاکستان د هغو ياغيانو وسلوالو مرسته کوي چې غواړي لا خو د پاکستان د واک لاندې يو متحده کشمير راولي او لا يې يو ازاد ملک جوړ کړي.
البته اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي پاکستان يواځې کشميريانو ته سفارتي او اخلاقي مرستې ورکوي.