لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په نوشکي کې: ترهګر نه شي کامیابېدای، څېړونکي: د بلوچستان مسئله د زور نه ده


وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په نوشکي کې له پوځيانو سره د لیدو په وخت.
وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په نوشکي کې له پوځيانو سره د لیدو په وخت.

کوټه ــــ د پاکستان وﺯیر اعظم عمران خان په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو له حملو وروسته نوشکي ته د سفر په وخت په خپله وینا کې ویلي، د پاکستان ولس دا باور لري چې يو ډول ترهګر نه شي کاميابه کېدای.

عمران خان وویل "د قام له اړخه درته وايم پر تاسو مو پوره اعتماد دی، چې څه ډوال تاسو له کال 2003 او 2004 څخه د ملک حفاظت کړی، موږ باور لرو چې يو ډول ترهګري هم موږ ته تاوان نه شي راکولای".

د فبرورۍ پر دويمه نېټه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سیمو کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د امنيتي ځواکونو پر دوو کېمپونو جلا جلا بریدونه کړي وو.

د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ای ايس پي آر په وینا په دغو بريدونه کې د نهه پوځیان وژل شوي وو او په ځوابي بريد کې يې 20 وسلوال وژلي دي، خو بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي په دې برید کې د 195 امنيتي سرتېرو د وژلو دعوه کړې وه.

خو په دغو دواړو پېښو کې د وژل شویو پوځیانو او وسلوالو په اړه نه د پاکستاني پوځ او حکومت او نه هم د وسلوالې ډلې دعوې کومې بلې خپلواکې سرچینې تایید کړې دي، ځکه چې دغو سیمو ته خبریالان بې د حکومت له اجازې نه شي تلای.

د سهه شنبې- نهې په ورځ نوشکي ته د سفر پر وخت له وزير اعظم عمران خان سره د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاويد باجوه، د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير شېخ رشيد، د بهرنيو چارو مرکزي وزير شاه محمود قريشي، د بلوچستان وزیراعلی او ګورنر هم موجود وو.

د وينا پر مهال عمران خان په خپله وينا کې بلوڅ وسلوالو ډلو ته په اشارې سره یو ځل بیا تور پورې کړ، چې بهرني قوتونه دوی د پاکستان د ماتولو لپاره استعمالوي، خو د دغو بهرنیو قوتونو نومونه یې یاد نه کړل. عمران خان وویل:

"موږ به د بلوچستان د عوام لپاره هغه کارونه کوو چې د حکومت او امنتيتي ځواکونو پر ضد چې کوم خلک پارول کېږي او پر ضد يې درول کېږي چې بيا به د دې ترهګرو يو څوک هم خبره نه اوري او نه به د هغو خبره منل کېږي څوک چې دباندې ناست دي او زموږ په ملک کې ترهګري کوي".

د عمران خان پر دې بيان د بلوڅ قامپرست ګوندونو دريځ دی چې د بلوچستان مسئله يواځې د پرمختیایي پروژو نشتوالی نه بلکې پر ساحل او وسايلو د ايالت د اوسېدونکو د اختيار نشتوالی او سياسي مسئله ده.

بلوڅ ملتپال وایي د دې مسئلې حل نه په پوځي اپرېشنونو کې دی او نه په تشو خبرو، وایي د دې لپاره عملي ګامونه اخيستل پکار دي. د ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل مېنګل يو مرکزي مشر غلام نبي مری وایي:

"د بلوڅانو واک او اختيار، د هغوی رضا او منشا ټول شيان دي شامل کړل شي، نو په دې طريقه باندې د حکمرانانو لپاره يوه ډېره غټه زمه واري جوړيږي چې د بلوچستان مسئله د خبرو له لارې حل کړ‎ي".

د عمران خان پر دې خبرو څېړونکو نيوکې کړي او وايي له تېرو څو لسيزو راهيسې چې د پاکستان کومو سياسي او جمهوري مشرانو خبرې کړې دي هغوی د بلوچستان د مسئلې او د هغې د حل لپاره د سياسي روغې جوړې او مزاکراتو خبرې کړې دي خو په خبره يې چې د عمران خان له اوسنيو خبرو داسې نه څرګندېږي.

سیاسي څېړونکی او په کوټه کې د سما ټي وي خبريال جلال نورزی وايي، که دې مسئلې ته د زور له نظره وکتل شي نتیجې به يې نورې هم خرابې شي:

"باید [عمران خان] د خپل پخواني اعلان تجديد کړی وای چې په ګوادر ښار کې یې ویلي وو موږ به د بلوڅو له مشرانو سره خبرې کوو او بېرته به يې خپل ملک ته راولو"۔

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر خبريال او څېړونکی شهزاده ذولفقار وايي په تېرو شلو کالو کې داسې پېښې په پخوانۍ فاټا او بلوچستان کې روانې وې، حکومت وخت نا وخته ويلي له وسلوالو ډلو سره مذاکرات کوي او کله وايي نه يې کوي بيا کله دا خبرې مخته ولاړې شي خو کله بيا ودریږي:

"په بلوچستان کې ځينې سياسي خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره پوځ ته وايي چې د بلوچستان د مسئلې حل په جنګ کې دی، دا [وسلوال] په يوه دوو ضلعو کې پاته شوي دي خو د جنګ په وخت کې جنګ او د مذاکراتو پر وخت مذاکرات ضروري دي، خلک [وسلوال بلوڅ] راولئ بې وسلې يې کړئ خبرې ورسره پېل کړئ".

عمران خان په خپله وينا کې ويلي چې دوی به هلته بلوچستان ته زياته توجه ورکړلای شي چې د پاکستان ګټه يا امدن زيات شي، د جلال نورزي په خبره د دې ضرورت نه شته چې که د پاکستان معيشت ښه شي بيا به بلوچستان ته توجه ورکول کېږي:

"بلوچستان په خپله له قدرتي وسيالو او شتمنيو ډک دی، که د دغو شتمنیو په ګټه کې بلوچستان ته د خپلې برخې ونډه ورکړل شي هم د بلوچستان حالت به بدل شي".

عمران خان په خپله وينا کې دا هم وويل، بېجنګ ته په سفر کې ورسره د چين صدر ژمنه کړې او باور يې ورکړی چې د سيپېک په پروژه کې به په دويم پړاو کې تر ټولو لويه فايده بلوچستان ته ورکوي او د سيپېک دويمه برخه د صنعتونو د لګولو ده، د عمران خان په خبره چين ورسره د انفارمېشن ټيکنالوجي، زراعت او صنعتونو په لړ کې د کومک کولو پوره ژمنه کړې ده.

خو د عمران خان پر دې خبرو هم د بلوچستان سياسي ګوندونه دا نيوکې کوي چې د سيپېک په اول پړاو کې هم بلوچستان ته تر اوسه هغه برخه او ګټه نه ده رسېدلې د کومې چې حکومتي وعدې او اعلانونه شوي وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG