د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ویلي، که په افغانستان کې سمدستي ګامونه پورته نه کړی شو، يو ملين ماشومان د لوږې له امله مړه کېدی شي.
يونيسف افغانستان په ټویټر يو عکس خپور کړی او ورته يې د ماشومې سوريه د ناروغۍ حال ليکلي دی،
ويل شوي، "په دې وروستیو کې د اوبو د اسهال يا اوبو د کمي د ناروغۍ څخه ښه شوی، دوه کلن سوریا بیرته په روغتون کې ده، دا ځل د پړسوب او ضایع کیدو په رنځ اخته ده. د هغې مور د تیرو دوه اوونیو راهسې اندېښمنه ناسته ده چې هغه ښه شي".
يونيسف په بل ټویټ کې ویلي،
"د سمدستي ګام پرته، يو ملين ماشومان د خوراک د کمي له امله مړه کېدی شي. يونيسف ماشومې ته د انرژۍ دپاره د مونګ پلي پيسټ ورکوي چې صحت يې ښه شي".
په افغانستان کې په 15 اګست د طالبانو د راتګ وروسته ملګرو ملتونو بيا بيا په دغه هېواد کې د بشري ناورين رامنځته کېدو ویلي دي.
د جنورۍ د مياشتې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو عمومې سېکتر انتونيو ګوترېش د امنيتي شورا غونډې ته په وېنا کې ويلي وو، په افغانستان کې د اکثره خلکو ژوند لکه د تار نه اوېزان دی ځکه د موسم يخوالی، د هسپتالونو نشوالی، د خوراک ګراني، د ناروغیو زياتېدل او د تنخاګانو د نه تر لاسه کېدو له سوبه ټولې ادارې په کښېناستو دي چې تعليم او صحت پکې په سر کې دي.
هغه ويلي وو، وچکالي ده او د غربت کچه دې ته رسېدلې ده چې مور پلار د خوراک موندلو د پاره خپل بچي خرڅوي او افغانۍ کرنسي ورځ تر بلې په ښکته راوانه ده.
په افغانستان کې د سياسي چارو کار پوهه شفيق ناصر وايي، په افغانستان کې د تېر حکومت د سقوط او بيا چې د طالبانو حکومت راغلی، نړیوال د دوی سره رابطې نه لري، د افغانستان د خلکو سره مرستې کمې شوي دي، څو پورې چې د حکومت لخوا د مرستو همغږي نه وشي، ښکاره ده چې افغانستان د لوږې او فقر سره مخامخ کیږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، حکومت د نړیوالو مرستو د نه شتون له امله چې د افغانۍ قيمت لوړ نه دی، که حکومت د ګواښ سره مخ دی نو عام ولس هم د ګواښ سره مخ دی، د دوايانو او ځايي توکيو نرخ به لوړيږي.
شفيق ناصر زياته کړه، افغانستان خوراکي توکي د نورو ګاونډي هېوادونو نه راوړي، د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی، د خوراکي توکيو بيې لوړې دي نو عام افغانستان د ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.
انتونيو ګوتېرېش د جنورۍ په نيمايۍ کې ويلي وو، د نړیوالې ټولنې له خوا د نورو کوټليو ګامونو اخستو بغیر په افغانستان کې هر سړی، مېرمن او ماشوم د سخت فقر یا غربت سره مخ کېدی شي.
ښاغلي ګوتېریش زياته کړې وه، چې افغانستان کې حالات دومره خراب شوي چې ځینې میندې او پلرونه په ماشومانو خرڅولو مجبوره شوي چې خپلو پاتې ماشومانو له خوراک ترلاسه کړي او د صحت مرکزونه د خوراک د کمۍ سره مخ ماشومانو نه ډک شوي.
طالبانو چې په 15 اګست افغانستان نيولی، امریکې او غربي هېوادونو يې نزدې لس اربه ډالره تړلي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په نومبر کې امریکا ته يو پرانستی خط ليکلی، او د تړل شوو پېسو د پرانستو غوښتنه یې کړې وه، هغه وويلي،
"مونږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. مونږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي".
خو امریکا ويلي وو افغان طالبانو چې کانګرس ته کوم خط ليکلې هغه د حقائقو خلاف دی، طالبانو د امریکا نه په پرانستي خط کې د تړل پېسو ورکولو غوښتنه کړې او د پېسو تړل یې د دوحې د تړون سرغړونه بللې وہ.
د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ ویلي وو په دغه لیک کې طالبانو د افغانستان د اقتصاد او په هېواد کې د انساني صورتحال په اړه د غلط بیانۍ نه کار اخیستی دی. هغه وویل د بده مرغه د اګست د میاشت نه مخکې هم د جنګونو، وچکالۍ او د کرونا وبا دلاسه افغانستان د بشري ناورین سره مخامخ وو.
خو امریکې د جنورۍ په نزدې نيمايۍ کې د افغانستان سره د 308 مېلین ډالرو مالیت بشري امداد اعلان کړی وو، د اې پي خبري ادارې د خبر ترمخه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د صدر جوبایډن حکومت افغانستان سره د 780 مېلین ډالرو امداد کړی دی.