لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملل متحد:افغانستان کې موجود دختیز ترکستان اسلامي غورځنګ غواړي دچین مفادات زیانمن کړي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته لېږل شوي رپورټ کې ويل شوي چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ يا ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ د 200 نه تر 700 پورې غړي موجوديت لري۔

رپورټ ښايي چې دغه وسله وال د القاعده او تحريک طالبان پاکستان سره نزدې اړېکې لري او بنيادي مقصد يې په منطقه کې د چين مفاداتو ته نقصان رسول دي۔

څېرونکي وايي چې ددغې اسلامي غورځنګ غړي د پاکستان او چين ترڅنګ د منځنۍ اېسيا ملکونو لپاره هم لویې ګواښ دی۔

دوی وايي که افغان طالبانو په دغه هېواد کې د وسله ولو ډلو مخنيوی ونه کړل شو نو نړۍ به پرې فشار نور هم سېوا کړي او بنديزونو سره به مخ شي۔

بلخوا دافغان طالبانو ترجمان د ملګرو ملتونو دغه پورټ رد کړی او ويلي یې دي چې په افغانستان کې داسې کومه وسله واله ډله شتون نه لري چې د نړی بل کوم هېواد ته زيان رسولو لپاره د افغانستان خاوره وکاروي۔

تېرا وونۍ د ملګرو ملتونو په دغه رپورټ کې د ختيز ترکستان اسلامي غورځنګ يا ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ په هکله ويل شوي چې د يادې ډلې جنګيالي په افغانستان کې د چين سره سرحدي صوبې بدخشان نه بغلان، تخار او نورو صوبو ته منتقل شوي دي۔

رپورټ وايي چې ددغې وسله والې ډلې بنيادي مقصد دپاکستان او تاجکستان ترڅنګ په منطقه کې د چين مفادات په نخښه کول دي۔

په دې اړه د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي " په بنيادي طور دا چين ته خطره ده، خو چين سره سره د روس پورې چې کوم د منځنۍ اسيا ملکونه دي چې پکې ازبکستان، تاجکستان او نور چې کوم دي هغوئ دا ګڼي چې ايسټ ترکستان مومنټ په دې ملکونو کې د امريت خلاف يا د حکومت پرضد ګامونه پېل کوي"

نوموړي زياته کړه ممکنه ده چې د نورو وسله والو ډلو په څېر د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د غړو په شمیر کې زياتوالی راشي او د افغان طالبانو او نورو ګاونډي هېوادونو په ستونزو کې اضافه وکړي۔

هغه وایي طالبانو کې چې کوم دنورو مسلکونو يا قومونو خلک دي لکه ازبک هزاره یا داسې نور،که دا خلک د طالبانو نه خفه کېږي نو بیا هر وخت دا امکان شته چې دوئ دالقاعده، ايسټ ترکستان مومنټ يا داعش خراسان په څېر ډلو کې شامل شي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته لېږل شوي دغه رپورټ کې دا هم ويل شوي چې ختيز ترکستان اسلامي غورځنګ د القاعده او تحريک طالبان پاکستان سره نزدې اړېکې لري۔

د پېښور پوهنتون دسیمه ییز زده کړو د څانګې مشر ډاکټر زاهد علي وي او ای ډيوه ته وايي که چرې افغان طالبانو د ايسټ ترکستان مومنټ او نورو وسله والو ډلو مخنيوی ونه کړل شو نو دنړيوال فشار ترڅنګ د بنديزونو سره به هم مخ شي۔

" اوس که په افغانستان کې دا ډیپلومېټک مېشن خلاص نه شول يا دا رپورټ د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته لاړو نو هغه ملکونه چې هغوی غواړي چې د انساني مرستو په بنياد افغانستان سره امداد وکړي نو هغوی ته بيا مشکلات راتللی شي ولی چې امريکا که وغواړي نو د ملګرو ملتونو له اړخه پرې بنديز لګولی شي"

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال وياند بلال کريمي د ملګرو ملتونو دغه رپورټ رد کړی او وي او ای ډيوه ته يې ويلي په افغانستان کې داسې کومه وسله واله ډله شتون نه لري چې د بل کوم هېواد پرضد عمليات وکړي۔

" اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د افغانستان د خاورې څخه به بل کوم هېواد ته ګواښ نه متوجې کېږي او په دې اړه چې کومې ګنګوسې او څرګندونې نشر کېږي مونږ يې ردوو، او د اسلامي امارت په ټولو چارو او قطعاتو باندې بشپړه کنټرول دی"

د تېر اګست په 15مه طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړو او په 7م سپتمبر يې خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړه،

د څه د پاسه شپږو مياشتو راهسې افغان طالبان کوشش کوي چې نړۍ يې حکومت په رسمیت وپېژني خو تراوسه د نړۍ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG