لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په بېلاروس کې لس ورځني پوځي مشقونه پیل کړل، یوکرېن غندلي


واشنګټن ــــ روس د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بېلاروس کې 10 غټ جنګي مشقونه پیل کړل او ورسره یې د دفاعي ارزښت لرونکي تور سمندرګي پر بندر خپلې شپږ بېړۍ هم درولې دي.

یوکرېني چارواکو د روس دا اقدام غندلی او وایي دا کار به یې په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړي، ځکه چې دا مشقونه د یوکرېن له پایتخت کیف څخه شمال لور ته یواځې د 210 کیومیټره په فاصله کېږي.

په بېلاروس کې د روس په جنګي مشقونو کې زرګونه پوځیان برخه لري او دې ځای ته پرمختللې وسلې لکه له مځکې په فضا کې هدف ویشتونکي ایس- 400 مزایل، پېنټسر هوایي دفاعي سیسټم او ایس یو- 35 جیټ الوتکې رسول شوې دي.

د روس د دفاع وزارت وایي، شپږ سمندري بېړۍ یې د کرېمیا په سیواسټوپول بندر کې درولې دي، دا هغه سیمه ده چې ماسکو په 2014م کال کې له خپلې خاورې سره یو ځای کړې وه.

روسي چارواکو دا سمندري مشقونه بللي او وایي پوځیان به یې هغه وخت بیرته له بېلاروسه وځي چې د فرورۍ پر 20مه یې دغه مشقونه ختم شي.

خو د غربي هېوادونو چارواکي لا هم اندېښمن دي او وایي کېدای شي دغه روسي پوځیان پر یوکرېن د برید لپاره وګومارل شي. روس تر دې مخکې د یوکرېن په ختیځه برخه کې تر یو لک زیات پوځیان ساتلي دي.

د یوکرېن غندنه او جوابي پوځي مشقونه:

د یوکرېن چارواکو هم د پنجشنبې- زیارت له ورځې خپل دفاعي پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو د روس سمندري ځواکونو جنګي مشقونه یې غندلي او وایي دا مشقونه د امنیتي حالاتو د خرابېدو سبب کېدای شي.

یوکرېن پر ماسکو تور لګولی چې وایي د توغندیو او توپخانو په روزنیزو ډزو سره یې د سمندر د پراخو اوبو مخه نیولې او په دې کار سره یې له نړیوال قانونه سرغړونه کړې ده.

د یوکرېن د دفاع وزیر اولېسکي رېزنیکوف په یو بیان کې ویلي، چې روس دغه مشقونه د دوی په سمندري حدودو کې کوي او وایي دا د یوکرېن خپلواکۍ ته خطر پېښوي:

"پر دې ځانګړي سمندري اقتصادي زون [سیمه] د واک حق زموږ دی، روسي فېډرېشن د دې سیمې د سمندري لارو په بندولو سره د یوکرېن بندرونو خصوصاً ازوف سمندر یې ته د بېړیو تګ راتګ ناممکن کړی دی".

د کریملین ویاند دمیتري پېسکوف له خبریالانو سره په خبرو کې د یوکرېن دا تور رد کړی دی چې ګواکې د دوی د جنګي مشقونو له کبله به سمندري تجارت اغېزمن شي.

که څه هم امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه تمه لري چې روس به د یوکرېن د کړکېچ د حل لپاره سفارتي لاره خپله کړي خو برتانیې خبرداری ورکړی چې لوېدیځ په راتلونکو ورځو کې د ماسکو په وړاندې له "زیاتو خطرناکو شېبو" سره مخ کېدای شي.

«د دې رپوټ څه مواد له اې پي، اې ایف پي او رایټرز څخه اخیستل شوي»

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG