لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس دحملې خطر،امریکایي وګړو ته سمدستي یوکرین نه دوتلو وینا شوې


امریکې په یوکرین د روس د برید داندېښنې له امله دغلته اوسیدونکو خپلو وګړو ته په سمدستي توګه دیوکرین نه د وتلو وینا کړې ده.

دپنجشنبې په ورځ دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې له لوري نوې سفري لارښوونه کې ویل شوي چې په یوکرین د روس دبرید داندېښنې له امله باید امریکایان یوکرین ته سفر ونه کړي اؤ هغه امریکایي وګړي چې د وړاندې نه یوکرین کې موجود دي هغوئ باید دکاروباري اؤ شخصي ځایونو نه په سمدستي توګه اوځي.

سفري لارښوونه کې ویل شوي چې هغه امریکایي وګړي چې دڅه وجې له امله یوکرین څخه نه شي وتلی هغوئ دې د روسیې دبرید صورت کې احتیاط وکړي.

دامریکې له لوري پرله پسې داسې اندېښنې ښودل کیږي چې روس څه وخت هم په یوکرین برید کولی شي.

دامریکې دبهرنیو چارو محکمې دا لارښوونه په داسې وخت کې کړې ده چې روسیې د زیارت په ورځ په بیلا روس کې د لسو ورځو جنګي تمریتونه پیل کړي دي.

ماسکو ددفاعي لحاظه دمهم بحر اسود په بندرګاه هم خپل شپږ سمندري جهازونه هم ودرولي‌ دي.

د روس ددې فعالیتونو نه وروسته سیمه کې دجګړې وریځې لیدل کیږي.

دامرېکې خارجه محکمې پخپله نوې سفري لارښوونه کې ویلي چې که روس یوکرین کې په هرځائ برید کوي په هغه صورت کې به امریکې لپارهدخپلو وګړو ویستل ګران وي.

تر دې وړاندې امریکایانو ته شوې سفري لارښوونه کې ویل شوي وؤ چې هغوئ باید دیوکرین څخه اوځي خو په نوې لارښوونه کې ویل شوي چې یوکرین کې څه وخت هم له کوم خبرداري پرته روس پوځي عملیات پیل کولی شي اؤ په دغه صورت کې به دامریکایي سفارتخانې له لوري دخدماتو د ورکړې عمل اغېزمن کیږي.

دامریکې دبهرنیو چارو محکمې یوکرین کې دپاتې کیدو هیله مندو امریکایانو ته لارښوونه کړې چې هغوئ باید دبهرنیو چارو دمخکمې په ویب پاڼه پروت انلاین فارم ډک کړي ترڅو ورسره دتماس لړۍ دوامداره پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG