لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان بلوچستان صوبه ولې د بدامنۍ ښکار او شاته پاتې ده؟


د پاکستان بلوچستان صوبه چې د ځمکې يا رقبې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او د ابادۍ په لحاظ د ملک تر ټولو وړه صوبه ده، څيړونکي او سياستوال وایي دا صوبه چې د معدني شتمنيو ډکه او جغرافیایي اهميت لري، شاته پاتې کړل شوې ده.

د پاکستان په نقشه کې دا ايالت 3 لکه 97 زره مربع کلوميتره علاقه لري چې د پاکستان د ټولې رقبې شاوخوا 44 فيصده برخه جوړيږي، څېړونکي وايي د رقبې په لحاظ لويه او د ابادۍ په لحاظ وړه صوبه د خپلې جغرافيې او معدني وسايلو له کبله ډېر ارښت لري.

د بلوچستان صوبې د سيمه ييز او نړيوال ارزښت په اړه د بلوچستان پوهنتون کوټې د جغرافيې د څانګې استاز ډاکټر ثناوالله پانيزی وايي،

"د چاينا پاکستان اقتصادي راهداري هم له دغه ځای (بلوچستان) څخه پېليږي، چين هم له دې لاري له عربي نړۍ، افريقا او له يورپ سره تړي، د دغه ايالت اهميت په دې هم زيات دی چې د ټاپې پروژه په کوم کې چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان شامل دي، دا هم د بلوچستان په حدودو کې تيريږي، نو په اقتصادي او علاقايې يا جغرافيايې لحاظ هم دغه ايالت ډير اهميت لري".

د ډاکټر پانيزي په خبره په بلوچستان کې سره زر، سپين زر،کاپر، ليتيم، ګېس، کروماييټ، کويله، تېل او داسې نورې ډېرې قيمتي شتمنۍ يا معدنيات ترمځکه لاندې او د اوبو ژور سيند يا سمندر لري، له هم دې سببه بلوچستان په ټوله نړۍ کې زيات ارزښت لري.

د 2017م کال د سر شمېرنې يا مردم شمارۍ د رپورټ ترمخه د بلوچستان صوبې ابادي تر1 کروړ 23 لکه څخه زياته ده.

د بلوچستان ايالت په ختيځ کې د پاکستان پنجاب صوبه، په سويلي ختيځ لوري کې يې خېبرپښتونخوا او په ختيځ جنوب کې سيند صوبه پرته ده.

په جنوب کې يې بحر عرب يا عرب سيند، په جنوب لويديځ کې يې د ايران بلوچستان او په شمالي لويديځ کې يې د افغانستان له نمروز، هلمند، قندهار سره پولې لګېدلي دي.

څېړونکي وايي چې ډېرې شتمنۍ، جغرافيايي او سيمه ييز ارزښت لرونکې دا صوبه له پر مختيا نه پر شاته پاتې، او ولس يې له کړاونو سره مخ او له رياست څخه د شکايتونو له عمله په دې ايالت کې وسلوال فعاليتونه شتون لري.

د شنونکو او څېړونکو په خبره په بلوچستان کې د نا امنۍ تر ټولو لوی لامل د بلوچستان پر شتمنيو د دې ايالت اوسېدونکو ته اختيار او حکومتي واک نه ورکول دي.

په کوټه کې خبريال جلال نورزی وايي،" زما په خيال دلته مسلې اييني دي که چيري دلته پر ايين عمل نه کيږي، صوبو ته حق نه ورکول کيږي نو دا کېسې خو به بيا وې".

د پاکستان د خبريالانو د تنظيم پي ايف يو جی مشر او شنونکی شهزاده ذوالفقار بيا وايي چې له لومړۍ ورځې د بلوچستان ريښتيني سياسي مشران سياست ته نه دي پرېښول شوی، ځوانان بې روزګاره دي.

د نوموړي په خبره"اول بايد دا وکتل شي، کوم ځوانان چې نن په بريدونو کې برخه اخلي ايا د هغو شکايت نن مونږ لري کولی شو؟، دلته د يوه انجينير پوسټ( نوکري) په لس، شل لکه خرڅيږي نو ځوانان خو وايې چې شل لکه خو زه نه لرم نو هغه د نظام خلاف بغاوت پېل کړي، که چيري دلته له فارغه شوو محصيلونو سره انصاف وشي، هغه 60 يا 70 فيصده نوکريانې په انصاف ورکول شي نو بيا به ولس هيڅ کله د بغاوت خوا ته نه ځي".

د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې د امنيتي ځواکونو په کېمپ کې د وينا پر مهال وويل چې پخوانيو حکومتونو په بلوچستان کې کارونه نه دي کړي، ځکه د دې ايالت اوسېدونکي د پاکستان د دښمن قوتونو په لاسونو د پاکستان پر ضد ولسواله لاره خپلوي.

خو د بلوچستان قامپرسته ګوندونو مشران او سياسي شنونکي وايي چې د عمران خان په څېر د پاکستان ټولو پخوانيو حکومتي او پوځي مشرانو د خپلو واکمنيو پر وخت دغه ډول خبرې کړې دي خو د بلوچستان د مسئلې د رښتني حل لپاره يې رښتنې لاره خپله کړې او نه يې عمل ورباندې کړی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG