واشنګټن ــــ د افغانستان په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس کې یو جومات ته نیژدې چاودنه شوه چې د طالب چارواکو په وینا یو تن پکې وژل شوی او شاوخوا 15 تنه پکې ټپیان شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر باز محمد سروري وایي، چاودنه په مرکزي ښار «قلعه نو» کې د جمعې تر لمانځه وروسته هغه وخت شوې چې لا په لسګونو لمونځ کوونکي په جومات کې موجود وو.
د سروري په وینا د پېښې پلټنه یې پیل کړې ده او تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا چاودنه د چاودېدونکو موادو له کبله شوې او که ځانمرګی برید وو.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د چاودنې هدف څوک وو، خو ځایي اوسېدونکي وایي په پېښه کې وژل شوی تن او ټپیان ټول عام خلک دي.
د بادغیس ولایت د روغتیا مشر آصف قانت وايي په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي چې وایي د ځينو حالت مرګونی دی، خو د ښار په مرکزي روغتون کې یې علاج روان دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې داعش خراسان ډلې د اکثرو وسلوالو بریدونه ذمه وارۍ منلې دي.