لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سيند اسمبلۍ کې د زده کوونکو د اتحاديې قانوني مسوده منظوره کړی شوې


د پاکستان د سيند صوبې اسمبلۍ د زده کوونکو د اتحاديو (يونينو) په ځای کولو قانوني مسوده منظور کړې ده، پوهان وايي، دا د پوهه سياست او جمهوري رويو دپاره بنيادي عمل دی، پکار ده چې په نور ملک کې هم د سيند صوبې په شان د زده کوونکو د اتحاديو په ځای کولو ګام پورته کړی شي.

په پاکستان کې 38 کاله وړاندې پوځي امر جنرل ضياالحق د زده کوونکو په اتحادیو بندېز لګولی وو.

په سيند صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په يو ويډيو بيان کې ویلي، "د پاکستان ټولو زده کوونکو ته اومبارکي وايم، چې نن سيند صوبې نن تاريخ جوړ کړو، د زده کوونکو د يونين (اتحاديو) قانوني مسوده يې پاس کړې ده، ستاسو هغو حقونه په ځای کړی شو کوم چې جنرل ضيا الحق تروړلي وو".

"ستاسو نه د يونين جوړولو، ستاسو نه ستاسو د استازي ټاکلو حق تروړل شوی وو، او ستاسو د غږ غلي کولو هڅه شوې وه، مونږ غواړو چې په ټول ملک کې چې د زده کوونکو يونينې په ځای شي".

د جرنلزم استاز پروفېسر توصيف احمد خان وايي، د زده کوونکو يونين د جمهوري نظام نرسري وه او دلته به په زده کوونکو کې زغم او د تنظیم جوړولو صلاحيتونو وده کوله.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "جنرل ضیا الحق ځکه د زده کوونکو اتحاديې ختمې کړې وې چې هغه جمهوري کلچر ختمول غوښته، د کوم په نيجه کې چې په پوهنتونونو کې کلاشنکوف کلچر مخې ته راغلی او زغم ختم شوی وو".

"سيند حکومت قانون جوړ کړو که هر څنګه دی ډېر ښه ګام دی خو د سيند حکومت سره مسله دا ده چې ښه قانون جوړ کړي خو عملي کيږي نه، پکار ده چې دا عملي شي، او د دې سره دا قانون دې د سرکاري ادارو سره په شخصي ادارو کې او په ډيفنس يا دفاعي ادارو کې هم عملي شي".

نوموړي وويل، اوس پکار ده چې په نورو صوبو کې هم د زده کوونکو اتحادیې په ځای شي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک وايي، سيند حکومت يوه ايیني تقاضه پوره کړه دوی يې ستاينه کوي، پکار ده چې نورې صوبې د دې تقليد وکړي، او په ټول ملک کې دې د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي.

"په تعليمي ادارو کې د زده کوونکو تنظيمونه ډېر ضروري دي، خو زمونږ په دې ملک کې بدقسمتي دا ده چې دلته د انساني حقونو پامالي روانه وي او دا تنظيمونه د خپلو حقونو د تپوس دپاره وي چې انسان د خپل حق تپوس وکړي، خو دلته د بده مرغه د اظهار رايې په ازادۍ بندېزونه دي په عدالتي نظام سوالونه پورته کيږي د پارلیمان بالا دستي سواليه نخښه ده".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د 2019 کال په وروستيو کې ويلي وو د نړۍ په کچه د یادو پوهنتونونو د جوړ غوره نظام نه به ګټه پورته کوي او د قبلولو وړ د چلند اصول به جوړوي چې په ملک کې د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي.

عمران خان په ټویټر ويلي، په ملک کې پوهنتونونه د راتلونکې مشرتابه جوړوي او د زده کوونکو اتحاديې پکې مهم رول لوبوي، خو د بده مرغه په پاکستان کې په پوهنتونونو کې د زده کوونکو اتحاديې د جګړو ډګرونه جوړ شوي او په کېمپسونو کې يې د پوهې ماحول تباه کړی دی.

عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې وه چې له دغې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د پېښور په ګډون د ملک په بېلابيلو ښارونو کې زده کوونکو د يو والي په نوم لاريون کړی اود زده کوونکو د اتحاديو (يونينو) بيرته په ځای کېدو ترڅنګ يې د خپلو حقونو غوښتنې يې کړې وې.

توصيف احمد خان وايي، پکار ده چې عمران خان خپله وعده ياده کړي او زياته يې کړه په پاکستان کې د جرمونو علت دا دی چې دلته وسله په اسانۍ ترلاسه کيږي، دا د رياست زمه واري ده چې په وسله بندېز ولګوي.

"د اسلام اباد رېډ زون (حساسه ځای) دی څنګه هلته يو پوهنتون ته وسله ورسي، د دې پلټنې وشي".

نوموړی وايي که رياست په وسله بندېز ولګوي نو بيا به تشدد نه کيږي. هغه زیاته کړه دا په قانون کې ليکل پکار دي چې که زده کوونکی د قانون سرغړونه کوي هغه دې لرې کړی شی، هر څوک به په خلاص مټ نه ګرځي او دا دلته غلط تاثر جوړ کړی شوی دی.

د نوموړي په وېنا که په ملک کې د زده کوونکو اتحادیې په ځای شوې عملي شوې انتخابات وشو نو داسې مشرتابه به مخې ته راشي چې د وړاندې نه به يې روزنه شوي وي او په جمهوري رويو به خبر وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG