لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې یوه ښځه او خاوند په خپله خوښه واده کولو له امله وژل شوي


په بلوچستان کې یوه ښځه او خاوند په خپله خوښه واده کولو له امله وژل شوي.

چارواکي وايي، دغه پېښه له کوټې ښار څخه د پنځوس کيلومتره په واټن په مستونګ کې رامنځ ته شوه.
د مستونګ د پوليسو یوه لوړ پوړي چارواکي د پېښی پخلی کړی او وايي دا پېښه په کلې کنګره سيمه کښي شوې ده. ده ویلي،
وسلوال کسان يوه کور ته ورختلي، د ښځې او سړي دواړو غاړې یې په چړو باندې پرېکړي او وژلي دي او له پېښې وروسته تښتيدلي دي.
د پوليس وينا ده چي وژل شوې جوړې 10 کاله وړاندي د خپلې خوښې واده کړي وو.
پوليس ودې ته د ننګ او ناموس په تور وژنه وايي.
خبر زیاتوي، چې د وژل شویو مړي بيا د مستونګ ضلعۍ نواب غوث بخش روغتون ته يوړل شول۔
پولیسو په پېښه کې د تورنو کسانو په ضد عمليات پيل کړې دي.
پولیس وايي، وژل شوي کسان دوې درې کلنې، څلور کلنې لوڼې او یو اوه کلن زوی لري او دغو ماشومانو ته زیان نه دی رسېدلی.
پوليس وايي وژل شوې د سېند صوبې بې نظېر آباد اوسېدونکی وو، خو له ډيرې مودې راهیسې یې په مستونګ کې ژوند کاوه.
پولیس دا هم وايي، چې د تورنو کسانو لټون یې پیل کړی دی.
د مدنی ټولنې فعال غړي زرغونه اېډوکېټ ويلي، چې ددغه ډول پېښو د مخنیوی له پاره قبایلی مشران او ديني عالمان دې په دې حقله خپل رول ولوبوي او قانون دې عملي کړل شي.
بلوچستان کې د عورت فاونډېشن مشر علاوالدین خلجی وايي چې تېر کال هم دلته 28 ښځې د ننګ او ناموس په تور وژل شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG