لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایدڼ او پوتین د یوکراین د زیاتېدونکي ناورین په اړه خبرې کوي


واشنګټڼ – ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین به د شنبې یا خالي‌ په ورځ په داسې حال کې په ټیلیفون باندې سره خبرې وکړي چې په یوکراین باندې د روس د یرغل په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا غږ په راپور کې راغلي دي چې واشنګټن ته داسې استخباراتي راپورونه رسېدلي چې کېدای شي دا برید د شورو یا چهارشنبې په ورځ وشي.

په کیف کې د امریکا سفارت د خپلو کارکونکو ویستل پیل کړي.

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې سفري سپارښتنې خپرې کړي په کومو کې چې له خلکو غوښتل شوي چې د "د روس د پوځي یرغل د زیاتو ګواښونو" له امله دې یوکراین ته دې سفر نه کوي او هغه چې په یوکراین کې دي باید ژر تر ژره له یوکراین څخه ووځي.

همدارنګه تمه ده یو شمېر امریکايي ډپلوماټان به پولېنډ ته نېږدې د یوکراین لویدیځ ته ولېږدول شي او له دې سره به امریکا په دې وتوانېږي چې په یوکراین کې خپل ډپلوماټیک حضور خوندي وساتي.

د امریکې خارجه وزیر انټوني بلینکن هم دې نن د خالي په ورځ ناوخته د روس خارجه وزیر سرګی لارو سره خبرې وکړی.

بلینکن فیجی کې خبري غونډې ته ویلی دي که چېرې د روس ولسمشر ولادمیر پوټن په یوکرین د حملې لاره غوره کړه نو امریکا به په نړۍ کې د خپلو اتحادیانو او ملګرو سره په شریک ډول په روس سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.

دغسې امریکا به د یوکرین سره د خپلې دفاع لپاره مرستې پیل کړي او په خیځو سیمو کې به هم د ایتلافیانو سره مرستې زیاتې کړي.

د امریکا، انګلستان په ګډون نورو هیوادونو هم د روس د ممکنه حملې وړاندې خپلو وګړو ته د وتلو غږ کړی دی.

د امریکا د کورني امنیت لپاره د وايټ هاوس سلاح کار جیک سولیون د جمعې په ورځ وايټ هاوس کې د خبري غونډې په وخت ویلی دي چې په یوکرین د روس د قبضې هلې ځلې د اولمپکس مقابلو په وخت کې شورو شي.

سولیون ویلي دي که د روس ولسمشر د حملې فیصله وکړه نو بیا حالات داسې وخت ته داخل شوي دي،‌ چې په یوکرین د روس یرغل د شورو کیدلو هم دا وخت دی.

روس په لکونو ځواکونه د یوکرین او بیله روس سره په پوله راغونډ کړی دي او پوځي مشقونه کوي.

روس ویلی دي دوي په یوکرین د حملې اراده نه لري او دغسې د بیلروس د پولې څخه به هم د پوځي مشقونو وروسته خپل ځواکونه لري کړي.

خو یورپي هیوادونه ویره لري چې په یوکرین د حملې په صورت کې کیدلی شي د بیلروس د پولې څخه ځواکونه د یوکرین پلو ته بوتلل شي.

روس غواړي امریکا او یورپي ملکونه دی په ناټو اتحاد کې د یوکرین د غړیتوب غوښتنې رد کړي.

لویدیځو هیوادونو دا غوښتنه رد کړی ده. خو ویلی دي چې روس د سرحد سره ختیځو اروپايي هیوادونو کې د میزایلو او پوځي مشقونو په سر ماسکو سره خبرو اترو ته تیار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG