لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د مذهبي ازادیو اداره: هند کې پر حجاب بندیز د مذهبي ازادۍ سرغړونه ده


واشنګټن ــــ د امریکې د مذهبي ازادیو نړیوالې ادارې (ای آر ایف) په هند کې د حجاب پر سر را پورته شوې شخړه باندې اندېښنه څرګنده کړې او په کرناټک ریاست کې یې په حجاب باندې پابندي د مذهبي ازادیو سرغړونه بللې ده، خو هندا د خپله کورنۍ ستونځه بللې ده.

د ای آر ایف سفیر رشاد حسېن د جمعې په ماښام پخپل یو ټویټ کې ویلي، چې د مذهبي ازادیو له مخې هر څوک دا حق لري چې د خپلې خوښې مذهبي جامې واغوندي:

"د هند کرناټاکا ریاست باید د مذهبي جامو د اغوستلو د جواز فیصله ونه کړي، په سکولونو کې پر حجاب بندیز د مذهبي ازادۍ خلاف کار دی او دا د ښځو او نجونو بدنامي او ګوښه کول دي".

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارندم باګچي د حجاب پر سر را پورته شوې شخړه خپله داخلي موضوع بللې او دا یې پخپلو چارو کې د امریکې لاسوهنه بللې ده.

باګچي په یو بیان کې ویلي، د کرناټک ریاست په ځینو تعلیمي دارو کې د جامو اغوستلو [ډریس کوډ] پر معامله د دې ریاست په هایکورټ کې روانه ده.

دا پوښتنه چې آیا ښځینه زده کوونکي کولی شي په تعلیمي ادارو کې حجاب واغوندي د هند په سویلي کرناټک ایالت کې وروسته له هغې راپورته شوه، چې یوه کالج شپږ مسلمانې زده کوونکې په ټولګیو کې د حجاب له اغوستلو منع کړې او ویې ویل چې دا په سکول کې د جامو اغوستلو له قانونه سرغړونه ده.

د اډوپي ضلعې پینځو زده کوونکو تېره میاشت د ایالت هایکورټ ته درخواست ورکړ او ویې ویل چې حجاب اغوستل د دوی اساسي حق او د اسلام یو لازمي عمل دی.

وروسته له هغه چې حکومتي په یو شمېر تعلیمي ادارو هم ورته بندیزونه ولګول، په ایالت کې د مذهبي جامو په اړه تاوتریخوالی راپورته شو. په داسې حال کې چې مسلمانو زده کوونکو په ځینو کالجونو کې د حجاب اغوستلو لپاره لاریون وکړ، کارپوهان وايي، د کرناټک ساحلي سیمه، چیرې چې لومړی شخړه رامنځ ته شوه، د هندوانو د ښي اړخو سازمانونو قوي مرکز دی.

یوه ویډیو چې پر ټولنیزو رسینو لیدل کیږي ښکاره کوي چې یوه 19 کلنه مسلمانه د هغو لاریون کوونکو په مخ کې- چې ژیړې جامې یې اغوستې- کالج ته ځي. په داسې حال کې چې ځوانان، د "جې شري رام" یا "د رام فتح" نارې وهي، غوښتنه کوي چې حجاب لرې کړي، دغه نجلۍ مسکان خان خپل لاسونه پورته کوي او د "الله اکبر" نعره وهي.

مسکان خان وروسته خبریالانو ته وویل "هر مذهب د خپل کلتور د پیروي کولو آزادي لري. موږ به خپل کلتور پالو".

د ایالت ښوونځي د لاریونونو له امله تړل شوي خو د دوشنبې- ګل په ورځ به تر لسم ټولګي پورې خلاص شي.

د هند حکومت چې د وزیراعظم نریندرا مودي د بهارتي جنتا ګوند له خوا کنټرولیږي، د تعلیمي ادارو د حق دفاع کړې چې د جامو اغوستلو قانون عملي کړي او د حجاب د بندیز په ملاتړ یې یو حکم جاري کړ.

د کرناټک د پوهنې وزیر بي سي ناګیش په روانه اوونۍ کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې په پوځ کې اصول پالل کیږي، همداسې باید دلته [په تعلیمي ادارو کې] هم وپالل شي. د هغو کسانو لپاره اختیار شته چې نه غواړي دا وپالي."

حکومت دا هم ویلي چې که چارواکي یونیفورم ونه ټاکي، "هغه جامې چې مساوات، بشپړتیا او عامه قانون او نظم ګډوډوي باید ونه اغوستل شي."

د کرناټکا هایکورټ قاضیانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر زده کوونکو غږ وکړ چې د عدالت تر پرېکړې پورې ښوونځيو ته د مذهبي جامو له اغوستلو ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې په دې اونۍ کې په کلکته، چینای او حیدراباد ښارونو کې لاریونونه شوي چې د حجاب اغوستلو ملاتړ کوي، د مسلمانو ښځو د حقوقو فعالانو په کرناټکا کې د زده کوونکو ملاتړ څرګند کړی او د نوي قانون په اړه یې پوښتنې کړې دي، دوی دا په ګوته کوي چې دوی مخکې په ټولګیو کې حجاب اغوستی وو.

دې موضوع نړیوال پام هغه وخت ځان ته راواړوه چې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوه ټویټ کې له هندي مشرانو وغوښتل چې "د مسلمانو مېرمنو د ګوښه کېدو مخه ونیسي."

سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول مسئلې کولی شي په هند کې مذهبي تاوتریخوالی زیات کړي، چیرې چې د مسلمانانو ابادي شاوخوا 14% ده او ناقدین وايي د اقلیتونو په نخښه کولو کې چې کرکه راپاروي زیاتوالی راغلی."

د کرناټکا ایالت حکومت د غواګانو پر خرڅولو او حلالولو هم بندیز لګولی دی، چې هندوان یې مقدس ګڼي او د مذهب بدلولو ضد سخت قانون یې معرفي کړی، چې د غیرقانوني مذهبي بدلون لپاره تر 10 کلونو پورې د زنداني کېدو شرایط وړاندیز کوي او کولی شي له هندو پرته د بل مذهب جوړې سره واده کول نور هم ستونزمن کړي او هم د دې لپاره چې خلک اسلام یا مسیحیت ته واړوي.

وزیراعظم نریندرا مودي په مخامخ ډول د حجاب اغوستلو شخړې ته اشاره نه ده کړې، خو د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې په اترپردېش ایالت کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې خلک د مسلمانو ښځو د حقونو او پرمختګ د مخنیوي لپاره نوې لارې لټوي خو "موږ د هرې مسلمانې ښځې سره ولاړ یو."

د سومان په څېر ډېری فعالان اندېښنه څرګندوي چې دوی د "بي جې پي له خوا د مذهبي وېش یو فعال سیاست" بولي. هغې وویل: "د هیواد ټولنیزه همغږي او سوله له ګواښ سره مخ ده او زه ویره لرم چې دا مسله به زموږ د ټولنې په تجزیه کولو کې مرسته وکړي".

XS
SM
MD
LG