لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا د13ؤ ضلعو په 568 پولنګ اسټیشنو نن سر دوباره بلدیاتي ټاکنې کیږي


دخېبر پښتونخوا د 13ؤ ضلعو په 568 پولنګ اسټیشنو کې دوړومبي پړاؤ دسردوباره بلدیاتي ټولټاکنو په لړ کې داتوار دسهار اتوؤ بجو نه د رایو ورکولو عمل پیل شوی دی چې تر ماذیګر پینځوؤ بجو به دوام لري.

دټولټاکنو کمیشن وایي دې ټاکنو کې به ټول 7 لکه 10 زره اؤ 472 کسان خپلې رایې کاروي چې پکې 3لکه ،62 زره اؤ 924 سړي اور 3 لکه، 47 زره اؤ 548 ښځې دي.

دکومو ضلعو په پولنګ اسټیشنو کې چې دا ټاکنې کیږي هغې کې تیرکال په نولسم ستمبر دوړومبي پړاؤ دترسره شوؤ دټاکنو په مهال د مرګ ژوبلې يا امن امان صورت حال خرابېدو له امله دغه ټاکنې ځنډول شوې وې.

د خېبر پښتونخوا د ټولټاکنو دکمیشن ترجمان سهيل احمد وي او ای ډيوه ته ویلي "شپږو ضلعو کې د اميدوارانو دمړینې له امله په هغو ځايونو کې اليکشن نه ؤ شوی او تقريبا دا 12 ضلعې دي چې په هغې کې دوباره اليکشن کېږي هلته داړي ګړي او دڅه له وجې نه انتخابات نه وؤ شوي نو دا ټولی 13 ضلعې جورېږي"

هغه وایي په خاص خاص ضلعو کې پېښور، مردان، چارسده نوښار او ډي ايي خان شامل دي اؤ په پولنګ سټېشنو د پوليس ترڅنګ د ضرورت مطابق پاک پوځ هم ډيوټي کوي.

په بونېر ضلعه کې تحصيل خودوخېل کې د چېرمېن څوکۍ لپاره د عوامي نېشنل ګوند اميدوار ګلزار حسين بابک وي او ای ډيوه وایي چې تېرو ټاکنو کې په پولنګ سيټشن کې د امن وامان دصورت حال خرابېدو له امله دلته ټاکنې ځنډول شوې وې اؤ بايد حکومت دا ځل د پرامنه او شفافو ټاکنو ترسره کېدو لپاره کلک ګامونه واخلي۔

تير کال د دسمبر په 19 دخېبر پښتونخوا په اولسو ضلعو کې بلدياتې انتخابات شوي وؤ او د اليکشن کمېشن د مالوماتو ترمخه باقي پاتې ضلعو کي به انتخابي عمل د روان کال د مارچ په 31 مه نېټه ترسره کېږي د کوم لپاره چې د نامزدګۍ دکاعذونو عمل شروع کړل شوی دی.

د بلدياتي ټاکنو په وړومبي پړاو کې د اليکشن نه يوه ورځ وړاندې په ډې ايي خان ضلعه کې د عوامي نېشنل ګوند د سټي ميئر اميدوار وژل شوی ؤ او د بنو بکا خېل تحصيل د چېرمين اليکشن ځنډول شوی ؤ چې علت يې په مبينه توګه دغه سيمه کې په پولنګ سټېشنو يرغل او وټونه پټول ښودل کېږي۔

له دغې وروسته الېکشن کمېشن د پاکستان تحريک انصاف دصوبایي اسمبلۍدغړي او د ټرانسپورټ دصوبايي وزير شاه محمد وزیر د اسمبلۍ غړیتوب ختم کړی ؤ اؤ په یاده حلقه انتخاباتو ته کاندید دهغه زوئ یې هم نااهله ګرځولی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG