کوټه ـــــ د بلوچستان د مېډیکل کالج احتجاج کوونکو زده کوونکو چې د لوږې احتجاج کړی د روغتیا د خرابېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي. دغه مېډیکل زده کوونکي له تېرو 70 ورځو راهیسې د دویم ځل داخله امتحان په ضد احتجاج کوي.
د خضدار، تربت او لورالای د مېډیکل کالجونو دغه نارینه او ښځینه زده کوونکي له تېرو پینځو ورځو راهیسې د کوټې د پریس کلب مخې ته په لګولې خېمه کې د لوږې یا نه خوړو پر احتجاج ناست دي.
د لورالای مېډیکل کالج د دویم کال زده کوونکي بلال خان وي او اې ډیوه ته وویل، د لوږې په احتجاج د ناستو ملګرو روغتیايي حالت یې خراب دی:
"زموږ د احتجاج 75 ورځې وسوې، نن پینځمه ورځ ده چې بهوک [د لوږې] هړتال مو شروع دی، زموږ د هلکانو حالات ورځ تر بلې خرابېږي".
دغه مېډيکل کالجونه چې په 2017 م کال کې فعال شول نو په دغو کالجونو کې تر اوسه شاوخوا 600 زده کوونکي په دريو کلونو کې په زدکړو بوخت دي او وایي چې له دوی یو ځل داخله امتحانونه اخیستل شوي دي.
د صوبايي حکومت په هڅو څو مياشتې وړاندې پاکستان مېډيکل کميشن ددغو کالجونو منظوري ورکړه خو پي ايم سي شرط کښېښود چې دغه زده کوونکي دې تر نوي امتحان وروسته له کمیشن سره رجسټرېشن وکړي او یواځې هغه کسان به رجسټر شي چې په امتحان کې کاميابه شي.
احتجاج کوونکي وایي که یې حکومت غوښتنې ونه مني نو دوی به خپل احتجاج نور هم وغزوي. بلال خان وایي که په دې امتحان کې کوم زده کوونکی فېل شو نو د تېرو کلونو د زدکړې ټوله خواري به یې ضایع شي:
"دا سراسر زیاتوب دی کالج رجسټر دی او موږ نه رجسټر کوي، په ټول ملک کې یو ځای هم د مېډیکل له هلکانو امتحان نه اخیستل کېږي یواځې د بلوچستان له دغو درو کالجونو یې اخلي".
د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو ددغو زده کوونکو د احتجاج نوټس اخيستی او ويلي يې دي چې له وفاقي حکومت او پاکستان مېډیکل کمیشن سره به خبرې ورباندي کوي.
وزيراعلی په یوه بیان کې ویلي "موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د بلوچستان د مېډيکل زده کوونکو راتلونکی له خطر سره مخ کړي".