لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد پولیسو د وفاقي وزیر مراد سعید په شکایت پاکستانی خبریال محسن بېګ نیولی


خبریال محسن بېګ د پولیسو په منځ کې.

اسلام اباد ــ د اسلام اباد پوليسو یو پاکستانی خبريال او څېړونکى محسن بيګ د واکمن تحریک انصاف ګوند د وفاقى وزير مراد سعيد په شکايت ګرفتاره کړی دی.

پولیسو چې نن هغه عدالت ته وړاندې کاوه نو پر مخ یې د زخمونو نخښې لیدل کېدې، په یوه ویډیو کې خبریال پوښتنه ځنې کوي چې د پولیسو او ایف ای اې چارواکو رویه ورسره څنګه وه، نو محسن بېګ ورته وایي "تاسې زما څېره وګورئ چې څنګه ده".

پوليسو د ده په ضد د اقدامِ قتل، په دوى د بريد کولو، د سرکاري چارواکو د يرغمالولو او د سرکار په کار کې د لاسوهنې په شمول د ترهګرۍ دفعو لاندې مقدمه درج کړې او وروسته عدالت محسن بېګ په درو ورځو جسماني ريمانډ بنديخانې ته استولی.

د اسلام اباد پوليسو په خپاره کړي بیان کې ويلي، چې د وفاقي پلټنو ادارې ايف ای اې يو ټيم د محسن بېګ د نيولو د پاره د هغه کور ته تللي وو، خو وایي د ملزم محسن بېګ له خوا مزاحمت وشو او هغه د خپلو زامنو او نوکرانو له خوا په دوى ډزې وکړې چې له وجې یې د ايف ای اې يو چارواکی ټپى شو او دوه يرغمل کړی شول او ووهل شول او کله چې دوى سره ګولۍ ختمې شوې نو ايف ای اې محسن بېګ ګرفتاره کړو.

ياده دې وي چې خبريال محسن به يو شخصي ټيلیویژن د وفاقي وزير مراد سعيد وزارت په اول نمبر راتللو باندې لانجمنې خبرې کړې وې چې له وجې یې د مېډيا د انتظام ادارې پېمرا د پروګرام دغه برخه «سپکه» ګڼلې وه او دغه چېنل ته یې شوکاز يا د اظهار وجوه نوټس ورکړی وو.

د وفافي وزير مراد سعيد له خوا په درخواست کې ويل شوي چې محسن بېګ په ده باندې غيراخلاقي تورونه لګولي چې له وجې یې د ده عزت اغېزمن شوی دی.

د خبريالانو مرکزي تنظيم پي ايف يو جې د دې پېښې غندنه کړې او ويلي یې دي که محسن بېګ زر تر زره خوشی نه کړی شو نو په ګرد هيواد کې به احتجاج پيل کړي.

ډيوه رېډيو سره خبرو کې د پي ايف يو جې عمومي سيکرټري ناصر زيدي وويل، "حکومت هره هغه لار خپلوي چې له وجې یې د پريس ازادي او د رایې اظهار کميږي او د حکومت ټول اقدامات د مخالفه اوازونه د غلي کولو د پاره دي".

ناصر زيدي وويل په پاکستان کې چې څومره قوانين دي هغه د خبريالانو د غلي ساتلو د پاره کارول کيږي. نوموړي د محسن بېګ او همدغه ډول د نورو خبريالانو د ځورولو د پاره په سمدستي توګه د عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه وکړه چې وایي د دې هر څه پلټنې وکړي.

په ټولنيزو رسنيو باندې هم خبريالانو د محسن بېګ په ګرفتارۍ غبرګون ښودلی. خبريالې عاصمه شيرازي ليکلي، "د محسن بېګ ګرفتاري په ميډيا باندې د يو نوي بريد اشاره ورکوي".

خبريال فخر دراني ليکلي چې "محسن بېګ تر پرون پورې د عمران خان نيزدې محسن وو".

مخالفه ګوندونو هم د خبريال محسن بېګ په ګرفتارۍ او مقدمې نيوکې کړې دي. د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د محسن بېګ د خوشي کولو غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې "دا ګرفتاري د عمران خان طاقت نه بلکې کمزوري ښیي".

د مسلم ليګ «ن» د پنجاب وياندې عظمى بخاري ويلي چې د سياسي کارکنانو او خبريالانو ژبه بندول شرمناک فعل دی.

د دې نه وړاندې هم په اسلام اباد کې په خبريالانو اسد طور او ابصار عالم باندې نامعلومه خلکو بريدونه کړي وو او يو بل خبريال مطيع الله جان تښتول شوی وو خو د صحافيانو تر سخت احتجاج وروسته خوشي کړی شول. تر دې دمه په دغو پېښو کې ملوث يو کس هم نه دی نيول شوی.

د رپوټونو له مخې په موجوده حکومت کې خبريالان د يو شمېر ستونځو سره مخامخ دي چې پکې د حکومتي ادارو لخوا د دوى د تنګولو، ځورولو، نيولو او تښتولو پېښې رامخې ته کيږي.

د دې نه علاوه په اخباري مالکانو او مديرانو باندې د حکومتي فشار له وجې هغه خبريالان د نوکریو نه هم لرې کړی شوي دي چې په حکومتي تګلارو نيوکې کوي.

هيومن رایټس واچ، ايمنيسټي انټرنېشنل او د قاضيانو نړيوال کميشن د پاکستان حکومت له خوا په خبريالانو د فشار اچولو او يا د دوى د ځورولو اکثر غندنه کړې او په داسې پېښو کې د ککړو خلکو په ضد د سمدستي ګامونو پورته کولو غوښتنې کوي.

خو حکومتي چارواکي دا رقم تورونه ردوي او وایي په پاکستان کې مېډيا د غربي نړۍ نه هم زياته ازاده ده.

XS
SM
MD
LG