لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لویدیځ له شکونو سره سره روس وايي، د سرتېرو وېستل به وخت ونیسي


د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ په ۱۵ نېټه د یو شمېر روسي سرتېرو د بیرته په شا کېدو په اړه له جوړې شوې ویډیو انځور اخېستل شوی.
د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ په ۱۵ نېټه د یو شمېر روسي سرتېرو د بیرته په شا کېدو په اړه له جوړې شوې ویډیو انځور اخېستل شوی.

واشنګټن – کرملن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د هغو سرتېرو ویستل به وخت ونیسي کومو چې د یوکراین پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه بشپړ کړي خو امریکا او د یوکراین نورو متحدینو ویلي، د روسي سرتېرو د په شا تللو کومې ښکاره نښې نه ویني.

یو جګ پوړي امریکايي چارواکي د شورو یا چهارشنبې ناوخته خبریالانو ته وویل، که څه هم روس ویلي و چې پوځي هډو ته یې د خپلو سرتېرو د بېرته لېږلو لړۍ پیل کړې خو په حقیقت کې یې د یوکراین له پولې سره شاخوا ۷۰۰۰ نور سرتیري هم زیات کړي.

"روسانو په دې وروستیو ورځو کې دا هم ویلي و چې دوی ډپلوماسۍ ته تیار دي هغه چې مونږ او زمونږ متحدینو یې په وار وار وړاندیز کړی."

هغه زیاته کړه، "هر هغه څه چې تر اوسه ښکاري دا دي چې د عوامو ترمخه د خبرو وړاندیز کوي او دا چې پوځونه کموي خو په پټه جګړې ته تیاری نیسي."

روس دا رد کړې ده چې ګواکې په یوکراین برید کوي او د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي لکه له ناټو څخه یې چې غوښتي د یوکراین او د پخواني شوروي اتحاد د نورو هېوادونو غړیتوب دې رد کړي.

امریکا او ناټو بیا بیا ویلي چې په دې غوښتنه به یې غور و نشي او همدا خبره یې د جنورۍ په وروستیو کې په یو لیک کې هم ماسکو ته استولې وه په کوم کې چې د بحران د سولیز حل پر هڅو ټینګار شوی و.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، روس به امریکا ته خپل لیکلی ځواب نن ناوخته ورکړي.

همدارنګه د زیارت په ورځ یوکرایني ځواکونو او د روس تر ملاتړ لاندې یاغیانو په ختیځ یوکراین کې پر یو او بل د ډزو ادعاوې هم کړي.

د کرملن ویاند ډیمټري پیسکوف وايي، روسیه د تاوتریخوالي په زیاتېدو باندې په ژوره توګه خواشینې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG