لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي ټولنې استازی: طالبانو د نجونو د تعلیم او اوسني آیین د درناوي ژمنه وکړه


واشنګټن ــــ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په قطر کې د ګڼ شمېر یورپي هېوادونو له سفیرانو او د امریکې له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان د بشري او اقتصادي حالت، مرستو، بشري حقونو، سیاسي اړیکو او د استادانو د تنخاوو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پلاوي یې وروستیو رپوټونو ته په پام د دغو هېوادونو استازو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا په ضد نه کارول کېږي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

"[پر طالبانو] د بندیزونو، د افغانستان کنګل شویو پیسو او په دې برخه کې د امریکې د ولسمشر د وروستي اقدام په اړه بحث وشو".

‏ د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې سفیر وون برېنټ په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره د لیدنې په مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت او "د خلکو د خپلسره نیول کېدو او ګواښونو" په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي وون برېنټ پر خپله ټویټر پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، پر طالبانو یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ترهګرۍ ضد جګړې او بشري مرستو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي:

"د متقي په مشرۍ پلاوي ژمنه وکړه چې د نجونو او هلکانو سکولونه او پوهنتونونه به خلاصوي، د اوسني اساسي قانون [آیین] او قوانینو درناوی به کوي او د ټولنې له ټولو طبقو سره په سلامشوره به اساسي قانون عملي کوي".

امریکې یا بل کوم هېواد استازي او طالبانو په دې لیدنه کې د نجونو د تعلیمي ادارو د پرانیستلو او د افغانستان د اوسني آیین د عملي کولو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له قطر څخه تر ستنېدو وروسته نن د کابل په هوایي ډګر کې رسنیو ته وویل، د امریکې له مرستیال سفیر او د یورپي هېوادونو له سفیرانو یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید له افغانانو پرته له نورو سره په مرستو یا معاوضو ونه لګول شي:

"له خلیجي هېوادونو سره مو دا اوله ناسته وه پر ډېرو سیاسي، اقتصادي او تعلیمي موضوعاتو مو خبرې ورسره وشوې، همدارنګه له یورپي ټولنې او د 16 هېوادونو له سفیرانو سره مو مجلسونه درلود، سفر مو ښه وو امید شته همداسې سفرونه جریان پیدا کړي او زموږ هېواد ته یې ښه نتایج وي".

امیر خان متقي وايي د امریکې مرستیال سفیر جان جانسن د وضاحت په ډول ورته وویل، چې د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په اړه د ولسمشر بایډن له خبرې په رسنیو کې غلطه معنا اخیستل شوې ده. وایي په یوه مېکنیزم کار روان دی چې کېدای شي د دغو پیسو یوه برخه د افغانستان بېنک ته وسپارل شي.

د وایټ هاوس ویاندې جېن ساکي د فرورۍ پر 16مه خبري غونډې ته ویلي د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د ولسمشر جوبایډن صدارتي فرمان یو لومړی ګام وو او وایي تر څو چې په دې لړ کې عدالت پرېکړه نه وي کړې د افغانستان شتمني نه شي انتقالېدلای.

د حکومت له جوړېدو وروسته طالبانو په تېر نیم کال کې پاکستان، ایران، روس، ترکي، چین، ناروې،‌ سویټزرلېنډ او قطر ته رسمي‌ سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې د دغو هېوادونو استازو له طالبانو سره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو پر موضوع خبرې نه دي کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG