لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د خبریالانو تنظیم اسلام اباد کې د خبریال محسن بېګ د نیولو په ضد احتجاج کړی


کوټه ــــ د پاکستان په مرکزي ښار اسلام اباد کې پوليسو له لوري د خبريال محسن بېګ د نيولو پر ضد په کوټه کې هم خبريالانو احتجاج وکړ. د بلوچستان د خبريالانو د تنظيم له لوري په احتجاجې غونډه کې د کوټې خبريالانو په ګڼ شمېر ګډون وکړ۔

احتجاج کوونکو د پاکستان پر مرکزي حکومت سختې نيوکې وکړ‎ې او ویې غوښتل چې نيول شوی خبريال دې ژر تر ژره خوشی شي۔

د اسلام اباد د پوليسو په خبره د تحريک انصاف ګوند د وفاقي وزير مراد سعيد په شکايت د پلټنو مرکزي ادارې "ايف ای اې" له لوري مشر خبريال او څيړونکی محسن بيګ دوې ورځې وړاندي نيول شوی او و پوليسو ته حواله کړل شوی۔

د پوليسو له لوري پر محسن بيګ په درج کړل شوې مقدمه کې ليکل شوي چې د چھاپې پر وخت محسن بېګ د حکومت په چارو کې د لاسوهنې او پر پوليس باندې د ډزو او بريد په ترڅ کې يې پر هغه د ترهګري دفعې لګولې دي۔

د کوټې د مطبوعاتو د کلب و مخ ته په احتجاج کې شريک د پاکستان د خبريالانو د مرکزي اتحاديې "پي ايف يو جې" مشر شهزاه ذوالفقار وویل چې د محسن بېګ د نيولو پر وخت د هغه د کور د چادر او چارديواري خيال نه وو ساتل شوی. شھزادہ ذولفقار پر محسن بېګ درج شوې مقدمه سياسي انتقام وباله۔

د شهزاده ذولفقار په خبره د تېرو حکومتونو په پرتله د پاکستان اوسني حکومت د خبريالانو لپاره زيات خندونه جوړ کړي، وايي حکومتي چارواکي د ملک ادارې د خپلو ذاتي ګټو او معمولاتو لپاره کاروي:

" يواﺯي د محسن بيګ مسئله نه ده, دا مسئله هر وخت په پاکستان کې له خبريالانو سره رامنځ ته کيږي، هغه که حامد مير وي که اسد طور وي که مطيع الله جان وي، که دي نيشن (خبر پاڼې) ايډيټر ابسار عالم وي او داسي نور، موږ دا وايو چې د ښځينه خبريالانو په حقله ټرالنګ (منفي ټرينډ جوړول) غلط دي، د خبريالانو ټليفون ټيپول دا هر څه غلط دي، صحافت او ډيموکريسي يعني جمهوريت لازم او ملزم وي، که ازاد صحافت نه وي جمهوريت هم نه وي، دلته صحافت خو شته خو ازاد نه دی"۔

د خبريالانو د دې تورونو په اړه د پاکستان مرکزي حکومت او يا هم پاکستان تحريک انصاف ګوند سم دستي کوم دريځ مخې ته ندی راغلی، خو د پاکستان اوسنې حکومت تر دې وړاندې د دې پېښې په اړه ويلي وو چې په ملک کې د مطبوعاتو و ازادۍ ته ژمن دي، خو وايې چې هيچا ته هم له امنيتي ځواکونو سره د لاس اچولو او د چا پر ذات د بې ځايه تورونو لګولو اجازه هم نه ورکوي۔

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان وخپلو هغو لسو وزيرانو ته تعريفي اسناد ورکړي کومو چې د وزير اعظم عمران خان پر نظر زيات او ښه کارونه کړي او خپلې زمه وارۍ يې په ښه توګه سر ته رسولې وې، په دې لسو کې مراد سعيد ته لومړۍ درجه ورکول شوې وه۔

څېړونکي او خبريالان وايي چې محسن بېګ پر دې خبره نيول شوی چې پينځه ورځې وړاندې په يوه شخصي ټيلي ويژن کې بېګ د مراد سعيد د کارګردګۍ په حقله د سوال په ځواب کې، د عمران خان پخوانۍ ميرمنې "ريحام خان" ليکل شوي کتاب کې د عمران خان او د مراد سعيد و يو بل ته د نېږدې والي حواله ورکړې وه۔

احتجاجي خبريالان وايي چې د کتاب حواله ورکول څه غير قانوني عمل نه دی۔

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو هم د خبريالانو د احتجاجونو ملاټر اعلان کړی او پر حکومت يې سختې نيوکې کړې دي۔

د پاکستان مسلم ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په خپل يوه بيان کې ويلي چې پاکستان د خبريالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه ملک دی، د مريم نواز پر خبره "دلته په پاکستان کې خبريالان په ښکاره توګه وژل کيږي، تښتول کيږي، او مقدمې ورباندي درج کيږي"۔

د مريم نواز د دې تورنو په اړه هم د حکومت کوم درېځ مخې ته نه دی راغلی۔

د خبريالانو د تينظمونو په خبره تر دي وړاندي هم د پاکستان اوسني حکومت ګڼ شمېر خبريالان پر حکومت د نيوکو په تور نيولي او ځورولي دي، خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري تر دې وړاندې دا دعوه کړې وہ چې په پاکستان کې خبر او خبريالان په پوره توګه اﺯاد دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG