واشنګټن ــــ سرچینې وایي د افغانستان په پنجشېر ولایت کې پرون تر راکټي بریدونه شوي او له هغه وروسته د طالبانو او مقاومت جبهې د وسلوالو تر منځ نښته شوې. د طالبانو یو ځایي قومندان بیا د دې ولایت په مرکز کې د ماینونو د چاودنو خبر ورکړی. مخکینی مرستیال ولسمشر امرالله صالح دعوه کوي چې له پرونه سلګونه طالب وسلوال پنجشېر ته ورغلي دي.
د طالبانو د واکمنۍ له شپږ میاشتو تېرېدو وروسته هم لا په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او طالبانو د وسلوالو تر منځ وخت په وخت د جګړو رپوټونو ورکول کېږي.
سیمه ییزې سرچینې او ځینې عیني شاهدان د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټي بریدونو خبر ورکوي او وايي چې تر دغو راکټي بریدونو وروسته د طالبانو او د «مقاومت جبهې» د وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
یوه سیمه ییزه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي نن د جمعې په ورځ وي او اې اشنا ته ویلي چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې څو راکټونه لګېدلی دي.
دغه سرچینه وایي راکټونه د دغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې لګېدلي دي، خو وایي چاته یې زیان نه دی اړولی.
بل لور ته ځینو سرچینو ویلي چې د راکټي بریدونو له امله د طالبانو یو غړی ټپی شوی دی او د طالبانو یو موټر هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د مقاومت جبهې وسلوالو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دعوه کړې چې له پرونه سلګونه طالب وسلوال پنجشېر ته ورغلي دي. امرالله صالح په ټویټ کې لیکلي:
"د حقاني ډلې له سلګونو طالبانو سره د هغوی په درځنونو پاکستاني نخښه ویشتونکي او مشاورین پنجشېر درې ته ننوتي دي. په تېر وخت کې هم پاکستاني مشاورین او نخښه ویشتونکي چې په افغانستان کې داسې کارونه کوي د چراټ له ایس ایس جي ګروپ څخه دي. ځایي خلکو د پاکستاني پوځ خېمې او خواړه هم لیدلي دي".
د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې طالبانو تر اوسه د امرالله صالح دغه دعوې نه دي تایید کړې او پاکستان هم دغو تازه تورونو ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو تل یې په افغانستان کې له طالبانو سره د مرستې او ملاتړ تورونه رد کړي دي.
رپوټونه وایي چې په پنجشېر کې تر یادو راکټي بریدونو او ډزو وروسته د «مقاومت جبهې» وسلوال بیرته له سیمې وتلي دي.
د محمد زمان په نوم د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ ډزې څو ساعته روانې وې او تر دا مهاله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو دغه پېښه تایید کړې، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار ازادي رېډیو ته ویلي چې پرون ماسپښین د طالبانو پر دوو رېنجر موټرو د پنجشېر ولایت ودانۍ ته څېرمه د ګرګوتي په سیمه کې مقناطیسي ماینونه چاودلي دي، خو وایي چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پنجشېر د افغانستان له وروستیو ولایتونو څخه وو چې طالبان یې د نیولو لپاره د «مقاومت جبهې» له وسلوال مزاحمت سره مخ شول، تر شاوخوا اووه ورځو وروسته طالبانو د دې ولایت د نیول کېدو خبر ورکړ، خو ویل کیږي چې د مقاومت جبهې وسلوال اوس هم د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې دي خو طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې په دغه ولایت کې هیڅ مخالفه وسلواله ډله نه شته.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پنجشېر، کاپیسا او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو د مخالفې ډلې یا د مقاومت جبهې وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.
په دې وروستیو کې د پنجشېر ولایت په بازرک، رخه او عنابه ولسوالیو کې د طالبانو پر موټرو چاودنې شوې وې چې ویل کیږي د طالبانو غړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.