لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن په یوکرېن د روس د برید د مخنیوي لپاره سفارتي هلو ځلو ته دوام ورکړی


واشنګټن ــــ د امريکې صدر جوباېډن به نن د اټلانټک سمندر په غاړه پرتو هېوادونو د مشرانو سره د يوکرېن په سر خبرې کوي. سپينه ماڼۍ وايي صدر باېډن به دغه مشران د يوکرېن په اړه د امريکا د سفارتي او پوځي‌ هلو ځلو نه خبروي.

د پنجشنبې- زيارت په ورځ صدر باېډن ويلي وو دی په دې خبره پوره قانع دی چې روس به په راتلونکو څو ورځو کې په يوکرېن حمله کوي.

نوموړي تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ووېل، "مونږه سره داسې ثبوته دي چې روس به په يوکرېن د بريد کولو د پاره څه بهانه جوړوي او مونږه په د ې ښه پوهه يو چې ډېر زر به په يوکرېن يرغل اوکړي"

صدر باېډن ووېل داسې سفارتي لارې شته چې په مشرقي يورپ کې د ناټو لخوا د میزايلو د پرواګرام په اړه د روس اندېښنې کمې کړي‌ خو نېټو ایتلاف د روس دغه غوښتنې په سختۍ سره رد کړي چې يوکرېن او شوروي اتحاد نه جدا شویو نورو رياستونو ته دې خپل غړيتوب نه ورکوي.

د امريکې خارجه وزير اینټني بلینکن هم د بایډن په څېر دغه اندېښنه څرګنده کړه چې روس به په څو ورځو کې په يوکرېن بريد وکړي.

بلینکن د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ووېل داسې استخباراتي معلومات ورته شته چې نړۍ به ډېر زر وګوري چې روس به په يوکرېن پوځي‌ یرغل وکړي:

"داسې امکان شته چې روس کې د تشدد پېښه وشي او روس به يې ذمه واري په يوکرېن واچوي او په دغه هېواد به پوځي بريد وکړي".

په عېني حال کې روس په ماسکو کې د امريکې د سفارتخانې نه دويم نمبر مشر بارټ ګورمن ويستلی، د امريکې خارجه وزارت ويلي روس ته د دې کار د ځواب ورکولو په اړه غور کوي.

اخوا په برسلز کې د امريکې د دفاع وزير لایډ آسټن ويلي روس د يوکرېن پولې ته يونيم لاک پوځ او جنګي ساز و سامان جمع کړی او په وروستيو ورځو کې يې ۷۰۰۰ نور پوځيان ورلېږلي‌ او وايي دا کار به يې په څه مقصد کړی وي.

ښاغلي آسټن خبرداری ورکړی که روس په يوکرېن بريد وکړو نو د تباهۍ د نتيجو ذمه وار به صدر پوټین وي، خو روس په يوکرين د بريد اندېښنې ردوي او وایي ‌دوی د يوکرېن د پولې نه خپل پوځ بېرته بوځي‌ خو په دې به وخت لګي.

د ناټو اېتلاف مشر ين سټولټن برګ ويلي، " مونږ په دې اندېښمن يو چې روس په يوکرېن د بريد کولو بهانه ګوري".

تېره ورځ په يوکرېن کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو او يوکرېن پوځونو تر منځ نښتې شوې وې چې روس پرې سخت غبرګون ښودلی وو او غربي نړۍ دغه د روس لخوا په يوکرېن د بريد بهانه ګني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG