لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بل ګېټس د پولیو په اړه پاکستان ستایلی خو وایي افغانستان کې هم د پولیو لاسته راوړنې ساتل پکار دي


اسلام اباد ــــ په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ راهسې د پولیو یوه پیښه هم مخې ته نه ده راغلې، تېره ورځ د پاکستان سفر کوونکي د مایکروسافټ کمپنۍ باني بل ګېټس د پاکستان ستاینه وکړه خو ورسره یې په ګاونډې هیواد افغانستان کې د وایرس د مخنیوي او د نړیوالو لاسته راوړنو د ساتلو په اړتیا هم ټینګار وکړ.

پاکستان او افغانستان د پولیو د وبایي رنځونو په اړه یو بلاک ګڼل کیږي، نو که چېرې پاکستان د پولیو څخه خلاصول وي نو د دې د پاره دا هم ضروري ده چې د افغانستان څخه هم پولیو ختم کړی شي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان سره د لیدو په مهال د مایکروسافټ باني بل ګیټس د پولیو په وړاندې د هیواد پرمختګ ومانه، البته په ګاونډي هیواد افغانستان کې د وایرس د مخنیوی او د نړیوالو لاسته راوړنو د ساتلو په اړتیا هم ټییګار وکړ.

په پاکستان کې کال ۱۹۹۴ کې د پولیو د مخنیوي پروګرام شروع کېدو راهسې هر کال شل زره یا د دې څخه هم زیاتې پېښې مخې ته راتلې، تېر کال دغه شمیره اته وه او د ۱۰۰ څخه زیات ځله د دې رنځ د مخنیوي کمپاین چلېدو سربیره د هیواد څخه دغه وایرس نه دی ختم کړی شوی.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي د پروګرام مشر شهزاد بېګ وایي د تېر یو کال راهسې په پاکستان کې د پولیو یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې:

"وخت راغلی چې مونږ خپلې کمزورۍ لرې کړو، خپل د کمپاین کوالیټي دومره ښه کړو او وړاندې چېلنجونه لرې کړو چې پاکستان هم د پولیو څخه ازاد هیوادونو په نوملړ کې شامل کړی شي".

دوی زیاتوي په پاکستان کې که چرې تر درې کاله پورې د پولیو وایرس ونه موندل شي، نو مونږ ته به د پولیو څخه د خلاصېدو سرټیفیکیټ راکړی شي، خو وایي پاکستان او افغانستان ددغو وبایي رنځونو په اړه یو بلاک ګڼل کیږي:

"که چرې مونږ ته د پولیو څخه ځان خلاصول وي نو د دې د پاره دا هم ضروري ده چې د افغانستان څخه هم پولیو ختم کړی شي".

دا وخت په نړۍ کې دوه هیوادونه پاکستان او افغانستان دي چې تر اوسه پولیو په مکمله توګه نه ده پکې ختم کړی شوې.

په افغانستان کې تېر کال څلور او روان کال تر اوسه د پولیو يوه پېښه مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې تېر کال په دسمبر کې د خیبر پښتونخوا په څه برخو کې د پولیو وایرس موندل شوې وو چې له سببه یې بل ګیټس تیره ورځ د خبریالانو سره خبرو کې پر پاکستان غږ کړیې چې د افغانستان سره پر پولو وایرس ته پام ولري

د بل ګیټس تر مخه په افغانستان کې د وایرس د وېکسینېشن عمل روان دی خو وایي په دې کې به نوره هم توندي راوستل وي.

د ملګرو ملتونو تر مخه کال ۲۰۲۱ نومبر او دسمبر کې ۲.۶ ملیونه هغه افغان ماشومانو ته د پولیو څاڅکی ورکړی شوي چې هغه کال ۲۰۱۸ راهسې د جګړې له سببه د وېکسین رسېدل ورته ممکنه نه وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG