د ملگرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو گوټرېس ویلي چې نړۍ د ھغو خطرو نه د زیاتو خطرو سرہ مخامخ دہ کومې چې د سړې جگړې په وخت وې.
د ملگرو ملتونو د مشر دغه بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د روس او لویدیځ ترمنځ د یوکرې په تاو تریخوالی ډېر سېوا شوی دی.
گوټرېس خبرداری ورکړی د [غټو قوتونو لخوا وړہ غلطي ھم په تباھۍ اغېزې پرېباسلی شي].
په میونخ کې کلیزې امنیتي غونډې ته په وېنا کې نوموړي ویلي، د ھغه اکثرہ دغه پوښتنه کیږي چې چې ایا مونږ د نوې سړې جگړې نهتیريږو؟ ھغه وويل، زما جواب وي چې دا وخت نړیوال امنیت ته د ھغې نه زیاته او پیچلې خطرہ ورپېښه دہ کومه چې د سړې جگړې په وخت کې وہ.
نوموړي ھیله څرگندہ کړې چې د روس لخوا د یوکرېن په پوله د پوځ سېوا کول به د پوځي ټکر سبب ونه گرځي.
د نوموړي په وېنا [ زہ په ټولو خواو ټینگار کووم چې په خپلو بیانونو کې احتیاط وکړي د بیانونو مقصد تاو تریخوالی کمول پکار دي نه چېنورہ لمن ورته ووھي].
د امریکې مرستیالا صدرہ کامیلا ھېرېس او د بھرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د یوکرېن صدر ولادیمیر زیلنسکي د میونخ په امنیتي غونډہ کې گډون کوي.
خو د روس کوم چارواکی په دغه غونډہ کې گډون نه کوي.
د جرمني د بھرنیو چارو وزیر انیالینا بایرباک ویلي چې روس په غونډہ کې د گډون موقع د لاسه ورکړہ.