لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمعیت علما اسلام ډلې د عورت مارچ په زوره د مخې نيولو دړکه ورکړې


د مذهبي امورو دپاره د پاکستان مرکزي وزیر نورالحق قادري لخوا وزیراعظم عمران خان ته په اتم مارچ د ښځو د عالمي ورځ په مناسبت عورت مارچ پرضد خط لیکلو پس مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علما اسلام دهړکه کړې ده که چرې عورت مارچ کیږي نو دوي به یې په زوره مخه نیسي.


‎د عورت مارچ منتظمین وایي که چري د پاکستان په سړکونو تندروه تنظیمونه د تشدد نه ډکه مظاهرې کولی شي نو ښځې هم دا حق لري چې یوہ پرامنه غونډه وکړي.


‎د اسلام آباد په ډي چوک کې جمعیت علما اسلام ډلې یوه غونډه کړې ده چې پکې ښځو هم په ګڼ شمېر کې شرکت کړی دی او د جمعیت علما اسلام اسلام آباد مشر عبدلمجید هزاروي ورته ویلي دي که چري په اتم مارچ زنانه عورت مارچ کوي نو دوي به یې په زوره مخه نیسي.


‎له دې وړاندي د پاکستان ‎یو مرکزي وزیر نور الحق قادري هم وزیراعظم عمران خان ته د عورت مارچ پرضد یو خط کښې ویلي وو چې په عورت مارچ کې د اسلام پرضد لیکل شوو بینرو باندې دې بندیز ولګولی شي.


‎د نورالحق قادري په دې خط د مخالفو ګوندونو او بشري حقونو فعالینو لخوا د سخت تنقید نه پس د اطلاعاتو مرکزي وزیر منلي دي چې د اسلام پرضد د کومو بینرو خبره مرکزي وزیر نورالحق قادري کړې ده هغه حقیقت نه دی.

او تېر کال عورت مارچ نه پس ځني خلقو د فوټو شاپ له ذریعې داسې بینرې په انټرنیت خپرې کړې وې چې د اسلام پرضد ښکاریدل خو په اصل کې داسې څه کار عورت مارچ کې نه وو شوی.


‎جیو ټي وي سره خبرو کې فواد چودهري ویلي دي ریاست ته نه دي پکار په داسې خبرو کښې فریق جوړ شي او نه دا د حکومت کار دی چې د ښځو لباس پحقله فیصله وکړي او دا فیصلې ټولنه کوي، که چري حکومت دا کار پیل کړو نو هیواد کې به لاقانونیت راشي.


‎د بشري حقونو د پاره مرکزي وزیرې شیرین مزاري هم‌په ټویټر ویلي دي چې د ښځو عالمي ورځ باندې که څوک غواړي عورت مارچ دې وکړي که چري د مذهبي ګوندونو ښځې مارچ کولی شي نو بل څوک ولې نه شي کولې او دا په ګرده نړۍ کې کیږي نو پاکستان کې ولې نه شي کیدې.


‎دې عورت مارچ کې داسې څه وي چې هر کال یې مخالفت کیږي، د دې تپوس په ځواب د عورت مارچ یوې منتظمې هدا وي او اې ډیوه ته وویل چې چرته هم حکومت ېا هغه مذهبي ګوندونو، چې په عورت مارچ تنقید کوي، دوي سره یې رابطه نه ده کړې چې دوي څه غواړي، دوي ېواځې د د ښځو د هغه بنیادي حق خبرہ کوي چې اسلام او د پاکستان قانون ورته ورکړی دی.


‎هدا وایي د پاکستان په سړکونو که چري تندوره تنظیمونه د تشدد نه ډکې مظاهرې کولی شي نو زنانه د خپل حق دپاره دا مارچ ولې نه شي کولی.


‎د بشري حقونو یوہ مبارزه وايي دلته لوږ ده، تندروي او عدم برداشت دی او د دې پرضد څوک هم خبره نه کوي خو چې کله څوک د خپل بنیادي حق خبره کوي نو ټول یې خلاف شي او د دې ذمه وار د پاکستان ټول حکومتونه دي.


‎بلخوا د عورت مارچ منتظمینو وینا ده چې عورت مارچ به په هر حال کیږي او د دې مقصد سړو ته سختې سزاګانې ورکول نه دي خو د یو داسې نظام غوښتنه ده چرته چې ښځې ځان محفوظه ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG