لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د۲۶ زره ليويز او خاصدارو دتربیې په دعوه څېړونکي پوښتنې راولاړوي


د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معضم جاه انصاري وايي په قبايلي ضلعو کې يې په ۲۶ زره ليويز او خاصدارو کې د ۲۰ زرو تربيه مکمل کړې ده.

خو څيړونکي وايي د قبائيلي ضلعو پوليس او خاصدار اوس هم د خېبرپښتونخوا يا دهیواد د نورو برخو په څېر دجرمونو دمخنيوي اؤ پلټنو په طريقو نه دي پوهه کړل شوي.

تربيه شوي خاصه دار او ليويز افسران وايي دوئ د اسانتياؤ دنشتوالي له امله نه شي کولی چې په سمه توګه خپله وظيفه ترسره کړي.

خبريالانو سره په خبرو کې د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي دخیبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د پوليسو د پاره تعميراتي کارونه او د پوليسو د کار دتوان سېوا کولو د پاره په بېلا بېلا منصوبو کار روان دی اؤ په قبائيلي ضلعو کې د شلو زرو ليويز او خاصه دارو دتربيې پروګرام سرته رسول شوی دی.

"صوبائي حکومت سره زمونږ په تواتر سره ناستې کيږي،مونږ ته په فنډونو کې څه مسله شته او نه مونږ ته زمونږ د مسلو په هوارولو کې څه مسله شته"

د معظم جاه انصاري د خبرو په رڼا کې په يوه قبايلي ضلعه کې د خاصه دارو نه پوليسو ته اوښتي پوليس افسر وي او ای ډيوه ته د غږ نه خپرولو او نوم نه څرګندولو په شرط وويل، د ليويز او خاصه دارو تربيه ډيره په محدوده کچه وه،

هغه وایي دوئ ته د وسلې چلولو او پريډ کولو طريقې ښودل شوي خو دا دوئ د وړاندې نه کولې شول.

نوموړي وويل زياتره خاصه دارو له اوس هم سرکاري وسله نه ده ورکړل شوې او دوئ ځان سره د تېر په څېر خپله وسله او کارتوس راوړي اؤ ددې ترڅنګ په ګاډو کې د ګرځيدو د پاره ډير کم سرکاري پېټرول ورکړل کيږي .

د پوليسو نه خاصه دارو ته اوښتي يو بل پوليس افسر ډيوه ته وويل دوئ ټوپک، کارتوس یونیفارم، بوټان ټول په خپل خرچ اخلي، دوئ ته هغه مراعات هم نه ورکړل کيږي کوم چې نورو پوليسو ته ورکړل کيږي، او دوي سره د ترقۍ ورکولو او نورې شوې وعدې هم سر ته نه دي رسول شوي.

نوموړي وويل د تربي په مهال د تفشيش، ايف ائي ار ليکلو اؤ د جرمونو دمخنيوي په اړه ډيرو خبرو ته کمه پاملرنه شوې ده.

د مومند قبایلي ضلعې د وکيلانو د تنظيم مشر ايډوکېټ بشير مومند ډيوه ته وويل د قبايلي ضلعو پوليسو سره موجودو نيمګړتياو او د تفشيش او نورې تربيې دکمي له امله په عدالتونو کې کېسونه اکثر له د مېرټ په بنياد نه فېصله کيږي.

"دپوليسو دتربيي له امله لا هم کوم بدلون نه دی راغلی، اوس هم دلته ډير پوليس د ايف ایي ار په ليکلو نه پوهيږي، چي بياعدالتونو کې د کېس پيروۍ کې دوئ د ډيرو مشکلاتو سره مخ کيږي"

د پاکستان قبايلي ضلعې د کال ۲۰۱۷ د مئ په مياشت کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړی شوې وې،

دلته وړاندې د ايف سي ار قانون ؤ چې په ځايې توګه به د تور قانون په نوم ياديدو، خو د دريوؤ کالو نه د زياتې مودي تريديدو باوجود هم هلته د پوليس نظام،صحت، تعليم او نورو محکمو نه داسي خبرونه مخې راځي چې د حکومت پاملرنه ورته کمه ده او اکثر له د فنډونو د کمي او يا يې کارکوونکي د تربيي د نشتوالي سره مخ وي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG