لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په دفترونو کې ښځو ته د حجاب اغوستلو او سړیو ته د ږیرې پرېښودلو امر کړی


واشنګټن ــــ د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت چارواکو د سرکاري ادارو له کار کوونکو غوښتي چې خپل ظاهري کړه وړه له سنتو سره برابر کړي او ښځینه کار کوونکو ته یې امر کړی که اسلامي حجاب وا نه غوندي له دندو به و ایستل شي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی د تېر حکومت جوړ شوی د ښځو د چارو وزارت ختم کړ، وروسته یې له محرم یا کورني نارینه پرته د ښځو سفر منع کړ او اوس تازه یې په دفترونو کې پر ښځو د حجاب اغوستل جبري کړي‌ دي.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په استول شوي پيغام کې ویلي چې د دغه وزارت سپارښتنې یې د عدلیې وزارت، د کلیو او پراختیا وزارت او د اوبو او انرجۍ وزارت له ملکي یا سېول ملازمینو سره شریکې کړي دي.

د وي او اې اشنا د خبر له مخې ښاغلي عاکف مهاجر ویلي، د منکراتو د څانګې مشر د یاد وزارت سپارښتنې د یادو وزارتونو له چارواکو سره په لیکلې بڼه شریکې کړې دي. مهاجر وایي:

"د هغه په اساس، په ټولو سرکاري ادارو کې ښځې باید شرعي حجاب واغوندي او د سرغړونې په صورت کې به له دندې لرې کړل شي."

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سپارښتنو په اساس نارینه کوونکي باید خپل کړه وړه یا د دوی په وینا «صورت او سیرت» پر شریعت برابر کړي او له سنتو سره سم ږیره پرېږدي.

دغه وزارت همدارنګه سپارښتنه کړې چې د ښځینه او نارینه کار کوونکو کاري دفترونه باید ژر تر ژره سره بېل شي. د طالبانو دغه وزارت وایي:

"ددغو سپارښتنو په اساس کم عمره او ږیره نه لرونکي کسان په دولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري او ادارو ته د بې حجابه ښځو ننوتل منع دي."

دغه وزارت ټینګار کړی دی چې په پوځي بنسټونو کې د دوی په وینا د دغو «اصلاحي او تربیتي» سپارښتنو تر خپرېدو وروسته د دغه وزارت کار کوونکو په ملکي ادارو کې د دغو سپارښتنو د عملي کولو کار پیل کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې هم په کابل ښار کې اشتهارونه لګولي وو چې پکې یې له ښځو غوښتي وو چې «حجاب» واغوندي. تر هغه وروسته یو شمېر ښځینه فعالانو د ښځو په وړاندې د طالبانو د دا ډول سختو اقداماتو په ضد مظاهرې وکړې.

یاد وزارت له نارینه وو هم غوښتي وو چې خپلې ږیرې لنډې نه کړي او همدارنګه یې له خلکو غوښتي وو چې د موسیقۍ له اورېدلو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ ادارو ویلي چې د 2021م کال د اګست پر 15مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو د کار او تعلیم ازادي‌ محدوده شوې او ګڼ شمېر ښځو خپلې دندې بایللې دي.

د طالبانو حکومت د تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه یې نه پرانیستل او لا هم تر اوسه بند پاته دي.

تر هغه وروسته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼو ښځو د خپل کار، تعلیم او ازادۍ د حقوقو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې وکړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته وویل چې د مارچ میاشتې په پای کې د افغانستان په نوي لمریز کال کې به ټولې تعلیمي ادارې د نجونو لپاره پرانیستل شي.

د تېرو څه باندې شپږو میاشتو په تېرېدو د طالبانو حکومت لا هم هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی. د ټول شموله حکومت جوړول، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو بنیادي شرطونه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG