د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، د علي وزير قضيه په عدالت کې روانه ده، قانوني لاره دې خپله کړی شي او د هغه سره کوم جادو نشته چې علي وزير خوشی کړي.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، قانوني لار شته چې د علي وزیر پرضد جوړې مقدمې بيرته واخستی شي.
د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټی اېم احتجاجي پرلت په لسمه ورځ دوام لري. دغه پرلت د قامي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم د مخکښ علي وزير د خوشي کولو، پرضد يې د جوړو مقدمو بيرته اخستو او په کراچۍ او سيند صوبه کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو دپاره پېل کړی شوی دی.
پي ټي اېم په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت نه غوښتنه کوي چې د علي وزیر او پي ټي اېم پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي او هغه خوشی شي.
خو د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 فرورۍ) په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، هغه د وړومبۍ ورځې نه په هر ځای کې د علي وزير او د هغه د ملګرو دپاره غږ پورته کړی دی، او په راتلونکې کې يې هم دغه اراده ده.
هغه وویل "په وزيرستان کې چې کله د قامي اسمبلۍ دوه غړو (علي وزير او محسن داوړ) ته کله هم مسله پېښه شوې ده، د سيند صوبې څخه د دوی دپاره غږ پورته شوی نو ځينې قوتونو چې دغه نه غوښتل، ځکه علي وزير يې په سيند کې په جېل کې واچوو".
هغه زياته کړه په وړومبۍ مقدمه کې يې د علي وزير دپاره وکیل لېږلی، په جېل کې ورته اسانتیاوې ورکړی شوي، او د ملي امنیت په کمېټۍ کې هغه په خپله د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
بلاول وويل "علي وزير ته په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی دی، او نورې قضيې په عدالتونو کې دي، او څنګه چې په وړومبۍ قضيه کې ضمانت ترلاسه شوی دی، دغه شان چې په نورو قضيو کې نه وي شوي، زه غېر جمهوري تن نه يم، خپل اېم پي اې او خپل سپيکر مې په جېل کې دی هغه نه شم خوشي کولی، زما سره کوم جادو نشته چې علي وزير خوشي کړم".
هغه زياته کړه "د علي وزير په قضيه کې قانوني عمل روان دی، هغه دې خپل کړی شي"، او د هغه ملګري چې احتجاج کوي، هغه خپل حکومت ته ويلي چې د دوی خبرې وکړي او خبرې به ورسره کوي.
بلاول وويل "زمونږ نه دې څوک غېر سياسي او غېر جممهوري تمه نه لري، نه بل څوک او نه خپل".
د بلاول د خبرو وروسته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تيره شپه احتجاجي پرلت ته په وېنا کې وويل، "د سيند حکومت سره یې ځينې خبرې روانې دي، او د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو چې کومې خبرې کړي دي، هغه ورته ويل غواړي چې قانوني جواز شته چې بلاول بټو خپل اېم پي اې نه شي خوشی کولی خو دا اختیار لري چې د علي وزير پرضد جوړه مقدمه بيرته واخلي".
پشتين وويل، د علي وزير پرضد د سيند حکومت د اختيار لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده، ځکه دوی په احترام سره غوښتنه کوي چې د علي وزير پرضد جوړه مقدمه بيرته واخلي.
نوموړي زياته کړه، "د پيپلز ګوند د بندي کسانو پرضد د احتساب د قامي ادارې (نېب) لخوا مقدمې جوړې شوي او نېب مرکزي اداره ده، بلاول د مرکزي ادارې مقدمه بيرته نه شي اخستی، علي وزير د احتساب د قامي ادارې په مقدمه کې نه دی بندي، او نه هغه کوم تشدد کړی دی، بلکې د هغه پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې ده او صوبايي حکومت کولی شي چې دغه مقدمه بيرته واخلي".
په کراچۍ کې پي ټي اېم احتجاجي پرلت د 13 فرورۍ راهسې په داسې حال کې پېل کړی چې علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د هغه پرضد په کراچۍ کې د کال 2020 د دسمبر د میاشتې په جوړه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، او په کراچۍ کې جوړې د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او اورېدنه روانه ده او په (14 فرورۍ) په کراچۍ کې بل عدالت په کال 2019 د جنورۍ په میاشت کې هم په کراچۍ کې جوړه مقدمه کې د علي وزير د نيولو امر کړی دی.
منظور پشتين د پاکستان تحریک انصاف په مرکزي حکومت او پوځ هم نيوکې کوي چې علي وزير نه خوشی کوي.
که څه هم مرکزي حکومت او پوځ د پي ټي اېم تازه نيوکو ته ځواب نه دی ويلی خو له دې وړاندې د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.
هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.
خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی تورونه لګول کيږي، د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شو چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.
پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.