لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نرښځیان: د پښتونخوا د پاتې اتلس ضلعو دویم پړاو بلدیاتي ټاکنو کې مو نه نمایندګي شته نه ووټ


پېښور ــــ راتلونکې میاشت د خیبر پښتونخوا په باقي اتلس ضلعو کې هم د دویم پړاو بلدیاتي انتخابات کېدونکي دي خو فعالان وایي د ښځو ووټرانو شمېر د تېرو کلونو نه دا ځل زیات دی خو وایي د هغوی د نمايندګۍ لپاره سیټونه یا چوکۍ راکمې شوې او د څه خلکو لکه د نرښځیانو خو نه نمایندګي او نه ووټ شته.

قطرينه خان د يوې غېردولتي ادارې د نرښځیانو د ښېګړې او تعلیم لپاره کارکوونکي ریسټ ویلفیر مشره ده او د نر ښځیانو يا خواجه سراوو د حقونو لپاره کار کوي. د قطرينه خان نه چې وي او اې ډيوه د بلدياتي ټاکنو کې د نرښځو د نماېندګۍ په اړه پوښتنه وکړه، هغې وویل:

"څنګه چې مونږ هر ځای کې نظر انداز او له پامه وغورځولی شوي يو، زمونږ ټولنه او زمونږ کورنۍ مونږ منلو ته تیار نه دي نو دا خو ډېره لویه خبره ده چې د الېکشن دفتر به مونږ ومني. په دې لړ کې په خواجه سراو کې هيڅ پوهه نشته او نه زمونږ ووټونه رجسټر دي. ډېر خلک پکې داسې دي چې هغوي سره شناختي کارډ هم نشته".

قطرینه خان وایي تر اوسه پورې حکومت سره د دوی شمېره قدرې هم نشته، وایي "په خېبر پښتونخوا کې خوا او شا څه ۲۰ زره خواجه سرا دي خو حکومت سره یواځې تر ۳۰۰ پورې خواجه سرا رجسټر دي. "

د ښځو ځوان کول کسان او مذهبي اقلیتونو لپاره دا وخت د بلدیاتي حکومتونو قانون کې سیټ یا چوکۍ شته خو د نرښځیانو نمايندګي نه شته. بل اړخ ته شمېرې ښیي چې د ښځو نمايندګی هم د وخت سره زیاتېدو په ځای کمه شوې ده.

د ښځو د سياسي حقونو لپاره کارکوونکي هم وايي، په کال ۲۰۰۱ کې د ښځو په مقامي يا بلدياتي حکومتونو کې نمایندګۍ لپاره سيټونه يا څوکۍ څه ۶۳۷۲ وې او بيا کال ۲۰۰۵ کې څه ۴۵۹۶ سيټونو يا څوکيو ته راکمې شوې.

هغوي وايي په اوسني مقامي حکومتونو کې د ښځو نماېندګۍ لپاره د ښځو سيټونه ۳۵۰۱ ته راکم شوي دي. د ښځو او نرښځو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي چې په بلدياتي ټاکنو کې د دوی نمایندګي د نشت په حساب ده.

صایمه منير چې يوه مدني فعاله او د ښځو د سياسي حقونو لپاره د پوهې خورولو د يوې غېرسرکاري ادارې «عورت فاونډېشن» سیمه ییزه مشره ده وايي، دوی دغه تجزيه کړې او دغه شمېرې يې راجمع کړي دي.

ښاغلې صایمه وايي د دې مطلب دا دی که نن په خېبر پښتونخوا کې د ښځو ووټرانو شمېر څه يو کروړ ته رسېدلی دی نو بل اړخ ته د هغوی د نمایندګۍ لپاره سيټونه راکم شوي دي:

"زه دا ګڼمه چې دا څه ښه خبره نه ده، ولې چې په دې کې ښځې، سړي، خواجه سرا، مذهبي اقليتونه ټول په دې کې برخه اخستی شي او دا د ټولو ارزانه طريقه ده چې چرته پکې دلته نمایندګي کميږي نو دا داسې ده لکه مونږ د هغوی نه موقعه وتروړو. پکار ده چې په دې يو ځل بيا کار وشي او په دې کې نمایندګي سېوا شي."

د نرښځیانو د ښېګړې لپاره کارکوونکی خواجه سرا قطرينه خان وايي زياتره نرښځيانو په بلدياتي ټاکنو کې برخه نه ده اخستې. هغه وايي خپله يې شناختي کارډ هم شته خو نه يې چرته ووټ اچولی دی او نه يې ووټ رجسټر دی:

"مونږ د خپلو کورنيو سره نه بلکې پخپلو ډېرو کې پاتې کيږو. تر اوسه پورې مونږ له هيڅوک داسې نه دي راغلي چې مونږ له اګاهي راکړي چې انتخابات به څنګه وي، ووټ به څنګه اچوئ، چرته به ځئ او کوم ځای کې مو ووټ دی. زمونږ په خلکو کې هيچا ته د دې خبرې څه پوهه نشته. د انتخاباتو په ورځ هم مونږ په خپلو ډېرو کې پراته يو."

خو د صوبايي الېکشن کمېشن وياد سهېل احمد وايي د دوی کار د ټاکنو انتظامات کول دي، وایي د ښځو او نرښځو له طرفه د نمایندګۍ او د سيټونو د کمي په اړه کوم شکاېتونه دوی ته راغلي دي په دغه لړ کې به د حکومت سره رابطه کوي.

سهېل احمد دا هم وايي چې دې وخت کې د ښځو په سيټونو ښځو په بلدياتي انتخاباتو کې هر ځای برخه اخستې ده او ښځې چا هم په دغه عمل کې د برخې اخستو نه منع کړې نه دي. هغه وايي:

"مونږ ته چې موقع ترلاسه شي نو دا خبرې به بلکل مونږ په متعلقه فورم کوو. مونږ تېره جمعه هم د صوبايي الېکشن کمېشن په دفتر کې د نرښځيو په حواله يو خصوصي ميټنګ کړی، چې د دوی شناختي کارډ جوړ شي او د شناختي کارډ جوړېدو وروستو د دوی نوم څنګه ووټر لسټ ته راشي او دوی د ووټر په توګه رجسټر شي. د جېنډر يا جنس په اړه زمونږ هلې ځلې روانې دي."

د خېبر پښتونخوا صوبې په ۱۸ ضلعو کې د مارچ په مياشت کې د بلدياتي ټاکنو دویمې مرحلې ټاکنې کيږي او د صوبايي الېکشن کمېشن تر مخه د دې لپاره ټولې تيارۍ سر ته رسېدلې دي.

د دې نه وړاندې څه ۱۷ ضلعو کې بلدياتي ټاکنې شوې دي. راتلونکې مياشت کې کېدونکو ټاکنو لپاره څه ۳۲ زره نه سېوا اميدوارانو خپل دستاويزات جمع کړي دي او په دې کې څه ۴۳۸۸ د ښځو سيټونو باندې ښځو صوبايي الېکشن کمېشن سره خپل دستاويزات جمع کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG