لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراين شخړه — او روس ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سفر


واشنګټن ــ دا به وخت ښيي چې روس او پاکستان تر کومه حده سټرټيجېک ملګرتيا جوړولی او پاللی شي خو ماسکو ته د وزير اعظم عمران خان د سفر په اړه په بهرنیو چارو کې منلې مجلې فارن افیرز یوه مقاله د دې سرخط سره چاپ کړې چې پاکستان روس ته ورنزدې کېږي.

د عمران خان سفر په داسې حساس وخت کې تر سره کېږي چې نړۍ د اوکراين په شخړه په روس بندېزونه لګوي او فارن افېرز وايي دا سفر به داسې تعبیر کېږي چې پاکستان په اوکراېن کې د روس د صدر پوټېن د لانجمنو ګامونو ملاتړ کوي.

يو شمېر څېړونکي په تبصرو کې دا هم وايي، عمران خان د دې نه وړاندې د چين په متنازعه اولمپيکس لوبو کې د ګډون د پاره بيجينګ ته هم تلی وو، د نړۍ يو شمېر ملکونو له دغو لوبو ځکه بايکاټ کړی وو چې وايي چين بشري حقونه پايمالوي او په خصوصي توګه ايغور مسلمانان په بيګار کيمپونو کې ساتي.

چين وايي دا بيګار کيمپونه نه بلکې ايغورو ته د هنر ښودلو مرکزونه دي.

د پاکستان د حکومت پلويان د عمران خان د ماسکو سفر ستايي او فکر کوي پاکستان د امريکا هره خوښه نه شي پوره کولی خو د دې تاثر په ځواب کې د امريکې د څېړنيزې ادارې وډرو ويلسن سنټر معاون مشر مايکل کوګلمين په ټوېټر يوه لړۍ ټويټس کړي دي.

په يو ټويټ کې کوګلمين ليکي “د سفر وخت ستونزمن دی. دا به د پاکستان لخوا د شرقي اوکراين په اړه د پوټين د حکم د ملاتړ په معنا واخستل شي چې ډېره نړۍ يې نه خوښوي. د پاکستان مهم دوست هېوادونه په دې بد وايي. دا داسې نه ده چې امريکا څه سوچ لري بلکې دا ده چې نړۍ څه فکر کوي”.

د عمران خان د دورې او د پوټين سره د اوږدې مودې پورې د دواړو هېوادونو په اړيکو او د اوکرين په وېشلو رضا کېدلو ته د کشميريانو د بشري حقونو کارمند سيد نذير ګيلاني په ټوېټر ليکلي:

"ماسکو د اوکرين دونیڅک او لوهانسک سيمې د اوکراين د ازادۍ برخه منلې وه. عمران خان کولی شي پوټين ته ووايي چې ازاد کشمير دې په رسميت وپېژني او حکومت دې يې نماينده حکومت وبولي".

د شوروي اتحاد د وخت خلاف پاکستان او نن ملګری؟

تاريخ پوهان وايي پاکستان که هر څو د يو مسلمان رياست په نوم جوړېده خو په جوړېدو کې يې هم د سيمې د وخت واکمنې برتانيې او په نړيواله کچه را اوچتېدونکي طاقت امريکا د شوروي اتحاد خلاف خپلې ګټې ليدلې.

د پاکستان د جوړېدو سمدستي وروستو د نوي جوړ کړل شوي هېواد وزير اعظم لياقت علي خان د شوروي اتحاد لخوا ورکړل شوې د ملګرتيا بلنې ته د لاس غزولو په ځای امريکا ته د دوستۍ لاس ورکړو چې د فيليډ مارشل ايوب خان په وخت کې دې تعلق ډېره ژوره پوځي او اقتصادي بڼه وموندله.

فيلډ مارشل ايوب خان په پېښور کې د بډه بېرې ايربېس امريکايانو له ورکړو چې ترې پټ یې د څار جهازونه الوځول او د شوروي اتحاد علاقو ته ننوتل چې د مهمو ځايونو عکسونه او نقشې به یې اخیستې.

د رپورټونو د مخه د کال 1960 د مې مياشت په وړومبۍ نېټه د بډه بېر نه پاڅېدلی يو سيټر جاسوس جهاز U-2 چې الوځوونکی يې فرانسز ګيري پاورز وو شوروي اتحاد په ميزايل وويشتلو چې پايلټ يې په پيرا شوټ په مځکه کوز شو خو ونيول شو.

کله چې په کال 1979 کې د شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان يرغل وکړو او په لکونو خلک د افغانستان نه د مذهب ساتنې او ناموس ساتنې په شعارونو پاکستان ته کډوال کړل شول چې د نړيوالې ټولنې لخوا په ياد هېواد کې په کيمپونو کې ځای په ځای کړل شول.

خو ولې ډاکټر فضل رحيم مروت په خپل کتاب کې- چې «د مهاجر نه تر مجاهده» نومېږي- ليکي چې دا کډوال کيمپونه د مجاهدو په جوړولو او تربيه کولو بدل کړل شول ځکه امريکا او نورې نړۍ په افغانستان کې د شوروي اتحاد مخه نيوله چې پاکستان يې په سر کې وو.

په پاکستان کې پوځ واک نيولی وو او جنرل ضياالحق چې ورته مجاهد افغانستان او فاتح افغانستان او نور لقبونه ورکړل شوي ښه په ډاډه د افغان مجاهدينو مرسته وکړه.

پخواني امريکايي سينېټر چارلي وېلسن په خپل کتاب «چارلي وېلسنز وار» کې ليکلي څنګه يې جنرل ضياالحق وهڅولو چې افغان جنګ ته ملا وتړي او د امريکا او پلويانو نه پاکستان ته د افغان جهاد د پاره پوځي او مالي مرستې راوړي.

د جنرل ضياءالحق د کمانډ لاندې د پاکستان د هغه وخت د استخباراتي ادارې ای ايس ای مشر جنرل اختر عبدالرحمان نوم تازه تازه د «سويس سیکرټس» د خور شوي نوملړ په وړومبیو نومونو کې دی چې د افغان جهاد د پاره امريکا ورکړې ميليونه ډالرې يې د خپلې کورنۍ په اکاونټونو کې بهر خوندي کړې دي.

څېړونکي وايي روس او پاکستان په تېرو څو کلونو کې د يو بل د نزدې کېدو د پاره اړيکې ټينګوي خو نزدې ګاونډ ګېرۍ او په سيمه کې د جفرافيايي حالاتو او د تېرو تجربو له کبله يو بل ته په پټو سترګو نزدې کېدلی هم نه شي.

روسي او پاکستاني ځواکونو په وړومبي ځل ګډ پوځي تمرينات په کال 2016 کې وکړل او د روسي ځواکونو څه لوړ پوړي افسران يې د پښتونخوا وزيرستان سيمې ته هم بوتللي وو چرته چې په يو غټ ساين بورډ ورته تر ماسکو پورې د لارې غزولو نقشه راښکلې شوې وه.

د پاکستان د پاره د منځنۍ اېشيا او نورو يورپي هېوادونو مارکيټونو ته د لاسرسي يواځينۍ لار په افغانستان ده او څېړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو واکمني اسلام اباد خپله سټرټيجېک ګټه بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG