لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په يوکرېن کې د پوځي عملياتو اعلان کړی او د يوکرېن په پلازمينه کې چاودنه اورېدل شوې


د روس صدر ولاديمیر پيوټن د زیارت په سهار د يوکرېن په ختيځ کې د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی او ويلي يې دي د يوکرېن د دړکو په ځواب کې عمليات کوي، او نورو ملکونو ته یې د مداخلت نه کولو خبرداری ورکړی دی.

په ټيلي ويژن وېنا کې هغه ويلي، څوک چې دونباس په علاقه کې د روس د عملیاتو مخالفت کوي د داسې نتيجو سره به مخ شي چې هیڅکله به یې نه وي ليدلي.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د يوکرېن په پلازمينه کېف کې چاودنه اورېدل شوې ده.

نیويارک ټایمز ویلي، د روس صدر د يوکرېن ځواکونو ته سهار وختي ویلي چې وسلې کېږدي، په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غونډه روانه ده او د امریکې صدر د روس عمليات غندلي او د زیارت په ورځ به امریکايانو ته وېنا کوي.

د امریکا صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ ناوخته ويلي، نن شپه د نړۍ دعاګانې د يوکرېن د خلکو سره دي په داسې حال کې چې دوی د روس د پوځ د بلا اشتعاله او بلا جوازه بريد سره مخ دي. د روس صدر يوه پلان شوې جګړه خوښه کړې د کوم نه چې به انساني تاوان رامنځته شي.

صدر بايډن په بيان کې ويلي، روس به يواځې د بريد په پايله کې د وژنو او تباهۍ زمه وار وي، امریکا، اتحاديان او همکار به يې په شریکه دغې ته فېصله کن ځواب وايي، او نړۍ به د روس سره حساب کوي.

په بيان کې ویل شوي، صدر بايډن به د شپې د حالاتو څارنه کوي او د زيارت په ورځ به د جي7 سيالانو سره ويني او امریکايي وګړو ته د امریکا او اتحاديانو لخوا په په روس د بندېزونو لګولو نتيجې وايې په داسې کې چې روس د يوکرېن او نړيوال امنیت خلاف بې ځايه تيری کړی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه په عېن حال کې د ملګرو ملتونو امنيتي کونسل به د شورو په شپه د يوکرېن په بحران د بحث دپاره بېړنۍ غونډه کوي، دا په اوونۍ کې دوېمه غونډه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرېس د امنیتي شورا د بېړنۍ غونډې په مهال ويلي، نن شپه هغه يوه خبره کوي او د زړه نه يې کوي، صدر پيوټن ته په مخاطب کولو سره يې ويلي، پوځ دې په يوکرېن د بريد نه ودروه. امن ته موقع ورکړه، ډېر خلک د وړاندې نه مړه دي.

له دې وړاندې د شورو په سهار د يوکرېن په حکومتي وېب پاڼو سایبر بريد شوی په داسې کې چې پېنټاګون ويلي د روس ځواکونه د يوکرېن پولې ته نزدې شوي، او پوځي عملياتو ته تیار دي.

کېف په ماسکو د سايبر بريد دعوه کړې خو روس يې رد کړی دی.

د پېنټاګون ویاند جان کربي د شورو په ورځ ویلي، دوی ګني چې دوی ( د روس پوځ) تیار دی.

کربي ويلي وو، دوی يقين لري چې روس د يوکرېن دونتسک او لوهانسک علاقو ته نور پوځونه ليږي، خو دا نه ده مالومه چې د پوځ شمېره څومره ده.

وي او اې په دونبېس کې په ازاده توګه د نورو ځواکونو موجودګي نه ده تاييد کړې.

د روس د کريملن وياند دميتري پيسکوف د روس مطبوعاتو ته ويلي، د دونتسک او لوهانسک خلکو د شورو په ورځ د يوکرېن د پوځونو سره د جګړې دپاره د پيوټن نه مرستې غوښتې.

د دفاع لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته د شورو په ورځ ویلي، د روس د يو نيم لک نه په زیات پوځ کې 80فیصده د يوکرېن نه چاپېره دی او مخکې پوزيشنو ته تيار دی.

ویل شوي د يوکرېن صدر ولاديمیر زيلنسکي به د شورو په شپه ناوخته قام ته وېنا کوي.

هغه ويلي، د يوکرېن خلک او حکومت امن غواړي، هغه ويلي که په قام يې بريد کيږي دوی به جګړه کوي.

هغه د روس دغه دعوه رد کړې چې يوکرېن ګواښ دی، او ويلي يې دي بريد به په زرګونو انساني تاوان واړوي.

هغه دا هم ويلي د روس صدر پيوټن ته يې د ټيلي فون هڅه کړې خو کريملن ورته ځواب نه دی ویلی.

يوکرېن د لويديځ لخوا په روس د بندېزونو لګولو هر کلی او کېف د زيارت د ورځې نه د 30 ورځو دپاره په ملک کې د بېړنيو حالاتو منظوري ورکړې ده او حکومت يې خپل سفارتکار ماسکو ته بللي دي.

(په دې خبر کې ځینې مالومات د خبري ادارو اې پي، رویټرز او اې اېف پي څخه ترلاسه کړی شوي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG