لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: زموږ پوځونه اوکراین کې روس سره جګړې ته نه ځي، ختیځ یورپ کې د ملګرو هېوادونو حفاظت کوو


واشنګټن ــــ د امريکې صدر جو باېډن د زيارت- پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ووېل، روس بغېر له څه علته په يوکرېن پوځي يرغل وکړو، چې په بدل کې به یې د دې هېواد ټولې مالي سرچینې وتړي.

صدر بایډن وویل، "د روس پوځ د اوکراین په ولس بغېر له څه وجې، بغېر له ضرورته خونړۍ حمله وکړه، چې هېڅ جواز نه لري او وایي روس د ډېر وخت نه د دې تياري کړې وه.

صدر باېډن په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ووېل، دوی د څو هفتو نه نړۍ ته خبرداري ورکول چې روس به په يوکرېن د پوځي بريد د پاره بهانه ګوري.

نوموړي ووېل روس په خپل پارليمان کې هم په اوکراین د بريد د پاره داسې بهانې جوړې کړې وې چې ګنې اوکراین سره کېميايي‌ وسله ده او په روس به حمله وکړي.

د امريکې صدر باېډن ووېل صدر پوټین ته به دا حمله ډېره ګرانه پرېوزي او وايي دوی په امريکا کې د روس په اربونو ډالر فريز کړي او ټول لوی بېنکونه يې ورله تړلي دي، چې د روس اقتصاد به په ټپه کېنوي.

نوموړي ووېل امريکا دغه کار په يواځې سر نه کوي بلکه ټول يورپ،‌برتانيه، آسټريليا او جاپان هم ورسره په دې کار کې ملګري دي. صدر باېډن ووېل:

"ما نن سحر د جي سېون د مشرانو سره خبرې کړي او ټول په دې صلاح دي چې روس به په ډالرو، پاونډونو، ين او يورو کې کاروبار نه ودرو، مونږه به د روس د پوځ مالي سرچينې هم تړو".

صدر باېډن اوېل په روس د اقتصادي بنديزونو د لاسه د هغوی کرنسي روبل په تاريخي کچه ارزان شوی دی.

هر څه که صدر باېډن په شرقي يورپ کې د نېټو اېتلاف د ملګرو د حفاظت ژمنې تکرار کړې او د آرټېکل پينځم حواله يې هم ورکړه چې وايي‌ که په يو ملګري حمله به په ټول نېټو حمله وي، خو په يوکرېن کې يې د امريکې د پوځي مداخلت نه کولو خبره په ډاګه کړه:

"زمونږه پوځونه به يوکرېن ته د روس سره جګړې له نه ځي، بلکه په مشرقي يورپ کې به د خپلو ملګرو هېوادونو حفاظت کوي".

صدر باېډن د ۲۰ منټه اوږده وېنا کې د روس د صدر پوټن دغه ګام په سختو ټکو کې اوغنده او وېل زور زياتی هېڅ کله ګټه نه شوي کولی او آخيرۍ ګټه د آزادۍ او جمهوريت وي.

نوموړي ووېل د جمې په ورځ به د نېټو اېتلاف د مشرانو سره د روس په اړه په راتلوکې تګ لاره خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG