د امریکې صدر جوبايډن د زيارت په ورځ په روس نور بندېزونه لګولي، دا څو ساعته وروسته له هغې چې د روس صدر ولاديمیر پيوټن په ګاونډي يوکرېن په بشپړ ډول يرغل کړی دی، په دغو بريدونو کې 57 يوکرېنيان وژل شوي او د روس پوځ د يوکرېن د پلازمينې کيف په ګډون څو ښارونو پله چټک پرمختګ کړی دی.
بايډن په سپينه ماڼۍ کې د زیارت په ورځ د G-7 هېوادونو او نېټو اتحاد د مشرانو سره د ورچويل ليدنې وروسته ویلي، "پيوټن يرغلګر يا بريد کوونکی دی، پيوټن جګړه غوره کړې او اوس به يې هېواد د دې نتيجې زغمي".
د امریکې په نوو بندېزونو کې د روس بېنک، تکنيکي سېکتر او د بهر ليږونکو څيزونو مرکز په هدف کړی شوي دي.
بايډن ویلي، "دغه ګامونه به د روس د اقتصادي سېکټرونو دپاره ماليې او ټېکنالوجۍ ته رسايي کمه کړي او د کلونو دپاره یې صنعت خراب کړي".
نېټو اتحاد، برتانیې او يورپي يونين هم د زیارت په ورځ په روس نور بندېزونه لګولي دي.
په روس د بندېزونو اغېزې سمدست په نړیوال مارکيټ کې ښکاره شوي چرته چې د ونډو بازارونه ټيټ شوي، او بيې لوړې شوي دي.
بايډن منلې چې په امریکا کې به ګاډي چلوونکي د تيلو ګران قيمتونه وويني.
خو نوموړي ویلي، "دا يرغل به بې ځوابه پاتې نه شي امریکا د ازادۍ دپاره ولاړه ده، او دا مونږ يو".
بايډن د روس صدر پيوټن په دې وروستيو اوونيو کې د خپلو امنيتي اندېښنو په اړه د امریکا او اتحاديانو سره یې په خبرو کې په دلچسپۍ ملامت کړی دی.
پيوټن بيا بيا ویلي چې د امریکا په مشرۍ د نېټو اتحاد د دوېمې نړيوالې جکړې وروسته جوړ شوی او روس ته ترې خطره ده، او غوښتنه يې کوله چې يوکرېن دې د دغه اتحاد برخه جوړ نه شي.
بايډن ويلي، "دا کله د امنیت د خطر په اړه نه وو، دا تل د بربنډ يرغل په اړه وو، د پيوټن د بادشاهت د هيلو په اړه وو".
د بايډن په خبره، "پيوټن به په نړۍ کې يواځې وي".
د روس لخوا په يوکرېن يرغل ته د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته د يورپ امنيت ته غټ بريد ویل کيږي، کوم ته چې پيوټن ځانګړي پوځي عمليات ويلي دي.
د زیارت په ورځ په يوکرېن د روس په بريدونو کې، د يوکرېن د صحت د وزیر ويکټر لېياشکوف په وېنا 57 يوکرېنيان وژل شوي او 169 ژوبل شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وېنا د روس د عملیاتو دا لومړی پړاو دی چې د يوکرېن د دفاع نظام يې پکې په هدف کړی دی.